
د هرات ولایت د ملکي روغتون مسوول سلام وطندار ته وویل، چې دا ۱۴۳ د هرات ولایت د ښار او ولسوالیو نه دې روغتون ته ور وړل شوي، چې د ۳ تنو ټپیانو صحي حالت خراب دی.
د هرات ولایت د ملکي روغتون اداري مدیر محمد رفیق شېرزي همداراز زیاته کړه، چې د ترافیکي پېښو تر څنګ ۸ تنه ځوانان د چاقوانو د وهلو له امله ټپيان شوي او ۳۱ تنه نور د سوک او لغت خوړلو ټپيان کړي دي.
د شېرزي په خبره، د ترافیکي پېښو ډېر ټپيان ځوانان او نوي ځوانان دی، چې د ترافیکي قوانینو د نه عملي کولو او تېز تګ له امله زخمیان شوي دي.
د ده په خبره، په تېرو اخترونو کې په منځني توګه ۱۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې ټپيان شوي وو او د هرات ولایت مرکزي روغتون ته وروړل شوي وو.
د هرات د ملکي روغتون د اداري مدیر پر وینا، په اختر کې د مرګ ژوبلې شمېره ځکه ډېرېږي، چې په سړکونو ګڼه ګوڼه زیاته وي. شېرزي وویل، چې مړ شوی تن د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د عزیز اباد ولسوالۍ اوسېدونکی و.
شېرزی د ترافیکو پېښو زیاتوالی د موټرسایکلو ډېرښت او تېز چلولی ګڼي، دی غوښتنه کوي، چې د دا ډول پېښو د مخنیوي او کموالي له پاره اړینه ده، چې موټرسایکلې کمې شي.

خو د هرات ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولان وايي، چې دوی په هرات ښار کې د ترافیکو پېښو پلټنې کوي، خو د نورو سیمو په ترافیکي پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.
د هرات ولایت د ترافیکو مدیر امین الله میهن یار سلام وطندار ته وویل، چې په هرات ښار کې ۱۸ ترافیکې پېښې شوې دي، چې ۴۲ تنه په کې ټپیان شوي دي.
د میهن یار پر وینا، د ۱۸ ترافیکي پېښو له جملې نه ۶ عاملان نیول شوي او تر پوښتنو لاندې دي او د پاتې دولس ترافيکي پېښې سطحي وې، ځکه خو د پلټنې له پروسې پرېښودل شوې.
د ترافیکو مدیر زیاتوي، چې نقلیه وسایط هره ورځ په دې ولایت کې اندېښنې زیاتې کړې دي. ده له حکومته غواړي، چې د نقیله وسایطو د راواردولو په اړه په ځانګړي توګه د موټرسایکلو له پاره تدابیر ونیسي.





