
په ولسي جرګې کې د جوزجان د خلکو استازی سیدعزیزالله الفتي وايي، د دغه ولایت ښوونځیو ته د مېز او څوکیو په پېرلو کې یو میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.
د نوموړي په وینا، د یادو تجهیزاتو له ډلې ځینې یې هېڅ اخیستل شوي نهدي، خو د پېرلو اسناد ورته جوړ شوي دي.
الفتي وايي، د جوزجان د پوهنې ریاست لوړپوړي مسوولان، کارکوونکي اړ باسي چې د هغو جنسونو لپاره د پېرلو اسناد برابر کړي چې اصلاً پېرل شوي نه دي.
د ولسي جرګې د دغه غړي په خبره، د پيسو په فساد او حیفومیل کې نه یوازې د پوهنې ریاست، بلکې نور سیمهييز چارواکي هم لاس لري او ملاتړ یې کوي.
سلاموطندار ته رسېدلي اسناد ښيي چې په ۱۳۹۷ کال په قوس میاشت کې د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي په لاسلیک د جوزجان د پوهنې ریاست ته یو مکتوب لېږل شوی چې له مخې یې له ۲۲۰ کوډ نه د جوزجان د ولسوالیو د ښوونځیو دفترونو لپاره د تجهیزاتو برابرولو په موخه شاوخوا ۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.
په یاد مکتوب کې ۵ ډوله توکي، ۴۲ څلورخانهيي اوسپنیز المارۍ چې د هرې یوې بیه یې ۹۴۰۰ افغانۍ ده، د مدیریت لپاره ۱۳۵ مېزونه چې هر یو یې ۱۱۵۰۰ افغانۍ، ۱۳۵ څرخېدونکې څوکۍ چې نکلي پایې ولري او هره یوه یې ۳۷۰۰ افغانۍ، یو اېرکنډېشن چې بیه یې ۳۴ زره افغانۍ ده او یو هم لپټاپ کمپیوټر چې بیه یې ۴۴ زره افغانۍ ده، شامل دي.
خو د جوزجان د بازار د بیې له مخې، د هرې المارۍ بیه ۶ زره افغانۍ، د هر مېز بیه ۷۵۰۰ افغانۍ او د هرې څوکۍ بیه هم ۲۶۶۰ افغانۍ یاده شوې ده.
د بغلان د پوهنې دوه ماموران د ۳ میلیونو افغانیو په فساد تورن شوي
د پروان د برېښنا په وېش کې پراخ فساد شوی
پر مخکښ نوماند «عبدالستار حسیني» د فساد، ترور او غصب دویسې
له اداري فساد سره د مبارزې په نوي قانون کې لاسوهنه شوې
کونړي لاریونوال: د نورګل ولسوال او پوهنې مدیر فساد کوي

په ورته وخت کې د جوزجان د پوهنې ریاست د مالي او اداري چارو آمر محمدحلیم ساحل په دې ریاست کې د فساد موضوع د رد ترڅنګ وايي چې د توکیو پېر او تدارکاتي بهیر د یوه پلاوي له لوري کېږي چې د ملي امنیت، ولایتي شورا، مستوفیت، پوهنې ریاست او د اقتصاد ریاست استازي پهکې شامل دي.
د نوموړي په وینا، که هر څوک پهدې اړه کومه ادعا لري، د یادو توکیو د پېرلو اسناد په پوهنې ریاست کې شته او دوی تیار دي چې پهدې برخه کې هرې پوښتنې ته ځواب ووايي.
په همدې حال کې د جوزجان د استېناف محکمې رییس نصیر حکیمي که څه هم د دغه ولایت په پوهنې ریاست کې د فساد پخلی کوي، خو وايي، تراوسه یې په اړه دوی ته رسمي شکایت نهدی شوی.
نوموړی وايي، د جوزجان په پوهنې ریاست کې د فساد نورې دوسیې هم شته چې دوی یې څېړي، خو په وینا یې، که پهدې اړه هم ورته اسناد وسپارل شي، محکمه به یې په اړه قانوني پرېکړه وکړي.
بلهخوا ځینو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته وویل، د پوهنې ریاست ځینو ولسوالیو ته داسې مېز او څوکۍ لېږلي چې بیه یې له ۵ تر ۶ زرو افغانیو ډېره نهده او ځینو ولسوالیو ته خو لا یې هېڅ ورلېږلې نهدي.





