طالبان د جوزجان ښکلې نجونې په زوره نکاح کوي

جوزجان کې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې خپور شي، سلام‌وطندار ته ويلي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني متقاعد جنرال مطېع‌الله یوه کس چې په یاد ولایت کې د جګړې مشري پر غاړه لري، په درزاب ولسوالي کې یوه ښکلې نجلۍ ځان ته نکاح کړې او نورو کسانو یې هم ځینې نجونې په نکاح کړې دي.

د جوزجان د درزاب ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي، له هغه وروسته چې دغه ولسوالي طالبانو ته پرېښودل شوه، امنیتي وضعیت یې ترینګلی شوی او طالبان چې هر څه یې زړه وي، هغه کوي.

د دوی په وینا، طالب وسله‌وال په دې وروستیو کې د باج‌اخیستو ترڅنګ، ښایسته نجونې په زوره د دغې ډلې وسله‌والو ته نکاح کوي.

د درازب ولسوالي اوسېدونکي زیاتوي، که حکومت ژر تر ژره په دغې ولسوالي کې عملیات ونه کړي، درزاب به په شمال کې د طالبانو پر سترې اډې بدل شي.

د درزاب ولسوالي اوسېدونکي عبدالغفور او رحمت‌الله وايي، طالبانو د دغې ولسوالي پر اوسېدونکیو ژوند تریخ کړی، په زوره ترې کلنګ غواړي او هر څه یې چې زړه غواړي، هماغه پر خلکو پلي کوي.

دوی له حکومت، په تېره امنیتي او دفاعي ځواکونو غواړي چې ژر تر ژره په یاده ولسوالي کې د طالبانو پر وړاندې عملیات وکړي او له دې شره یې خلاص کړي.

په همدې حال کې د منګجیک او خم‌اب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکيو هم سلام‌وطندار ته ويلي، سره له دې چې طالبان د یادو سیمو ښایسته نجونې د دغې ډلې وسله‌والو ته نکاح کوي، پیسې یې هم پر خپلو نظامي تجهیزاتو لګوي.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر د دغې موضوع د تایید ترڅنګ سلام‌وطندار ته ويلي، طالبانو په مردیان‌، درزاب او منګجیک ولسوالیو کې ښایسته نجونې خپلو وسله‌والو ته نکاح کړې دي.

خو د طالبانو ویاند ذبېح‌الله مجاهد د دغې موضوع د رد ترڅنګ وايي، حکومت د جوزجان په درزاب ولسوالي کې د یادې ډلې پر وړاندې منفي تبلیغاتو ته مخه کړې ده.

اړوند مطالب:

سمنګانو کې طالبانو ۲ ملکيان وژلي

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېر ميلادي کال کې له ۲ زرو ډېر ملکيان وژلي

طالبان د جوزجان له اوسېدونکیو هره میاشت ۶۰۰ زره افغانۍ ټولوي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام