ناامني او د زړو توکیو ګرم بازار

کباړ پلورل یو له هغو چارو دي چې دې وروستیو کلونو کې یې د پېر او پلور بازار ګرم شوی دی. د کابل ځېنې استوګن وايي، تېرې یوې لسیزې کې د کابل ښار زړو توکیو پلور بازار مخ پر ځوړند روان و خو د نوي حکومت په راتلو او د ناامنیو په زیاتېدو د طالبانو دورې په څېر د کباړیانو بازار ورځ تربلې لاپسې ګرمیږي.

ټول هغه توکي چې په دې هټی کې تر سترګو کېږي د کورونو هغه لوښي او وسایل دي چې کورنیو په خورا شوق اخیستي وو، خو اوسمهال ډېرۍ خاورې پرې پرتې دي او د پېرېدونکیو پلور ته په تمه کېښودل شوي دي.

نوم یې سعادت دی او د کابل ښار یوه څنډه کې زوړپوړ دوکان لري او د کباړ توکیو پېر او پلور کاروبار کوي. په خبره، یې له مجبورې ورځې یې دغې چارې ته مخه کړې او بله هېڅ چاره ورته پاتې نه ده.

سعادت کیسه کا، کباړ پلورل له ساده او اسانه کارونو نه دی چې هر څوک یې پرمخ بیولی شي او د دغه کاروبار چلول ډېرې پانګې ته اړتیا نه لري. هغه چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کباړ پلورلو بوخت دی وايي، د زړو توکیو پلور له ناامنیو او بې‌کارۍ سره تړلی دی.

سعادت زیاتوي، پخوا به د زړو توکیو کاروبار په عادي ډول روان و، له کله راهیسې چې ناامنۍ زیاتې شوي او خلکو کډوالۍ ته مخه کړې د کابل ښار د زړو توکیو بازار هم ګرم شوی دی.

سعادت وايي :«د ورځې له ۱۰ زیاتې کورنۍ د خپلو کورونو د توکیو پلور له‌پاره زما هټی ته راځي. په جدي توګه ورته توصیه کوم که پیسو ته جدي اړتیا نه لري لوښي دې نه خرڅوي. ځکه بیا اخیسته یې زیاتې پیسې غواړي.»

د سعادت یو له پېرېدونکیو ببرک وايي، ۱۳۷۶کال کې کله چې طالبانو د مزار ښار  ونیولو اړ شو د کمو پیسو په بدل کې د خپل کور ټول توکي وپلوري او پاکستان ته وتښتي.

ببرک چې ۱۳۸۵کال کې هېواد ته را ګرځېدلی اوس پېښمانه دی او د هېواد خوشې کولو هوډ لري. هغه وايي، د ژوندي پاتې کېدو له‌پاره اړ دی د خپل کور توکیو پلورل بیا تجربه کړي او هېواد خوشې کړي.

د زړو توکیو بل پلورونکی محمد رحیم وايي، د ناامنیو زیاتېدو او بهر ته د افغانانو کډه کېدو له کبله د کباړ بازار ګرم شوی خو تر ټولو زیات پېرېدونکي یې بې‌وزله خلک دي چې دوی ترې ډېره ګټه نشي ترلاسه کولی.

د کابل اوسېدونکی عباس چې دوه کاله یې له واده تېریږي وايي، سره له دې د کور ټول توکي یې نوي دي خو له دې وېرې چې یوه ورځ ونه وژل شي؛ غواړي د خپل کور توکي وپلوري او خپلې کورنۍ سره هېواد خوشې کړي.

د یوشمېر افغان ښاریانو په اند هېواد کې ناامني او بې‌کاري دومره زیاته شوې چې افغانستان کې یې ژوند کول ستونزمن کړي دي؛ له کبله یې زیاتره هېوادوال د هېواد خوشې کولو په فکر کې دي او د خپل کور توکي په کمه بیه پلوري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام