هر کال په افغانستان کې له ۱۰۰ زرو زیات کم عمره ماشومان مري

د اګسټ میاشتې لومړۍ اونۍ په نړۍ کې د ماشومانو د مورنیو شیدو نه د سوی تغذي په نوم نومول شوې ده، چې نن ورځ په کابل کې د یو غونډې په جوړولو ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیالې ناجیې طارق په دې غونډه کې وویل، چې لا هم په هېواد کې ۱۰۰زرو نه زیات کوچنیان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې  ۴۸ سلنه برخه یې سوی تغذی تشکیلوي.

د اغلې طارق په خبره، د ماشومانو د مړینې د مخنیوي او کموالي له پاره باید د میندو د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.

دا د دې برخې د عملي کولو له پاره د دوی د وزارت تر څنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او هغو نړیوالو مرستندویه ادارو، همکارۍ ته اړتیا لري، چې د روغتیا په برخه کې کار کوي.

د عامې روغتیا د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیاله زیاتوي، چې ماشوم ته د مور د شيدو نه ورکول ماشوم د اسهال، سوی تغذی، د قد ټیټوال او د ای کیو د ښکته والي ستونزې پیدا کوي، چې د عامې روغتیا وزارت د دې ستونزو د هواري له پاره پراخ پروګرامونه په پام کې لري.

په ورته وخت کې د یونسف استازې لکشمي نار سمیهن بالاجي په دغې غونډه کې وویل، چې ماشومانو ته د مور شېدې د نسل د پرمختګ مهم اصل ګڼل کېږي او میندې باید ماشومانو ته تر دوو کلونو پورې شېدې ورکړي.

د مور شېدې د ماشوم له پاره یوه طبیعي غذا ده، چې تر نورو هغو ماشومانو ته ډېره ګټوره او اړینه ده.

د ویلو ده، چې هر کال په نړۍ کې له درېیو میلیونو نه زیات د ۵ کلنۍ نه کم عمره ماشومان د سوی تغذيې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا شمېره په نړۍ کې د ماشومانو د مړینې ۴۵ سلنه برخه جوړوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام