ولسي جرګې اجمل احمدي لویې څارنوالي ته ور پېژندلی

د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي چې څه موده مخکې د ځواب نه ویلو او د بانک د یوشمېر کارکوونکو د ګوښه کولو له کبله ترې واک اخیستل شوی و، د ولسي جرګې له لوري لویې څارنوالي ته ور پېژندل شوی دی.

د افغانستان بانک د چنګاښ په لومړیو ورځو کې اعلان وکړ چې د کورني تفتیش ادارې له لوري د شویو ارزونو او د بانک د عالي شورا د پرېکړې له مخې، د بانک څلور مهم غړي د اداري فساد په تور له دندو ګوښه او د څېړنو لپاره لویې څارنوالي ته ور پېژندل شوي دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون رییس زلمي زابلي د یکشنبې په ورځ یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د قانون خلاف د بانک یوشمېر تجربه‌ لرونکي او لوړپوړي کارکوونکي له موجه دلایلو پرته ګوښه کړي دي.

د نوموړي په وینا، کله چې احمدي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست و، د دغه وزارت ۲۱ کارکوونکي یې په ناقانونه توګه له دندو ګوښه کړل.

د افغانستان بانک د کارکوونکو لرې کولو پراخ غبرګونونه راپارولي وو. بانک د دغو غبرګونونو په ځواب کې وویل چې د بانک عالي شورا د یادو کسانو د لرې کولو پرېکړه کړې ده.

ویل کېږي چې اجمل احمدي، واحدالله نوشېر، شاه‌محمد محرابي، کترین فقیري، عبدالوکیل منتظر او محمدنعیم عظیمي د افغانستان بانک د عالي شورا غړي دي.

د حقوق‌پوهانو په باور، د بانک رییس او عالي شورا د کارکوونکو د ګوښه کولو واک نه لري. حقوق‌پوهانو د افغانستان بانک د سرپرست په توګه د احمدي ټاکل د قانون خلاف بللي و. د قانون پر بنسټ، د دغه بانک رییس باید د ولسي جرګې له لوري د باور رایو اخیستو وروسته ور وپېژندل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام