
په کندهار کې ۸۵ زره بېځایه شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي. یو شمېر دغو بېځایه شویو کورنیو سلاموطندار ته ويلي، سوړ ژمی، وزګارتیا، د خوراکي او ناخوراکي توکیو لوړې بیې او د مرستو نشتوالی، هغه څه دي چې د دوی ژوند يې تریخ کړی دی.
اخترمحمد او تورپيکۍ چې د بېځایه شویو له ډلې دي او د کندهار د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست ته یې د مرستې غوښتنلیکونه راوړي وايي، هره ورځ له ولایت مقامه دلته او له دې ځای د ولایت مقام ته ځي، خو څوک يې غږ نه اوري.
د دوی په وینا، له یوې خوا سړې هوا او د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو دروند بار یې پر اوږو دی او بلهخوا یې دا یونیم کال هېڅ ډول مرسته ورته نه ده رسېدلې.
د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس دوستمحمد نایاب د بېځایه شویو ستونزې مني خو وایي، له هرې کورنۍ سره يې د کال په اوږدو کې څو ځله د خوراکي او نورو توکیو مرستې کړې دي.

د هغه په وینا، یادې بېځایه شوې کورنۍ د کندهار پر ناامنو ولسوالیو سربېره، د زابل، روزګان، فراه، هلمند او بادغیس په ګډون، له ۱۶ ولایتونو ۸۵ زره کورنۍ بېځایه شوي او اوس په کندهار کې ژوند کوي.
د کندهار د کډوالو او راستنېدونکیو چارو ریاست د مالوماتو له مخې، په روان کال کې د سپينبولدک ولسوالي له لارې کندهار ته ۱۲ زره او ۶۸۶ کورنۍ هم را ستنې شوي چې مرستو ته اړتیا لري.
په کندهار کې د بېځایه شویو شکایتونه داسې مهال را پورته کېږي چې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم بېرته راستانه شوي کډوال او کورني بېځایه شوي ورته ستونزې لري او په ځینو برخو کې یوشمېر بېځایه شویو کسانو د سړې هوا له کبله خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
اړوند مطالب:
هلمند کې ۴۰زره بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري





