.jpg)
کندوز ته د هر نوي والي په راتګ سره، د ښاري ماسټر پلان عملي کولو په اړه هم بحثونه تودېږي؛ خو له ځنډ وروسته دغه موضوع بېرته له یاده وځي.
د کندوز ځېنې اوسېدونکي او مدني فعالان وايي، له کلونو راهیسې چې کله ښار کې د ګڼېګوڼې په اړه شکایتونه زیات شي؛ ځايي مسوولان د ښاري ماسټرپلان عملي کولو ژمنه کوي؛ خو دې برخه کې هېڅ ډول عملي ګام نهدی اخېستل شوی.
دوی دا نیوکه هم کوي چې د ښار نظم لهمنځه تللی او د ماسټرپلان پلي کول د کندوز د خلکو اړتیا ده.
د کندوز ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، ځايي اداره د ښاري ماسټرپلان پلي کولو لهپاره هېڅ اراده نهلري.
د هغه په وینا، کندوز کې ماسټرپلان یو خیالي بحث دی چې د خلکو ذهن مصروفه وساتل شي.
.jpg)
د ده په وینا، د کندوز ټول والیان هر وخت د ماسټرپلان نه پلي کولو پلمه په خلکو ور اچوي؛ پهداسې حال کې چې تر اوسه یو والي هم په عملي ډول د ماسټر پلان چارې نهدي شروع کړي.
د کندوز ښاروال انجینیر فریداحمد فضلي وايي، ښاري ماسټرپلان باید کلونه وړاندې دغه ولایت کې پلي شویوی؛ خو داسې ونهشول.
د ښاغلي فضلي په وینا، اوس د ځايي ادارې په ملاتړ پرېکړه شوې چې ښاري ماسټر پلان باید پلي شي.
دی چې د ښاري ماسټرپلان د چارو د پیلېدلو خبره کوي؛ وايي د کندوز له هوايي ډګره نیولې د ښار په منځ کې تر ازادي واټه پورې د ۸ کیلومتره په اوږدوالي د یو سړک د جوړېدو چارې روانې دي.
د کندوز اوسنی ښار د ۷۰ زره کسانو لهپاره جوړ شوی، پهداسې حال کې چې همدا اوس شاوخوا ۴سوه زره کسان پهکې ژوند کوي.
کندوز ښار کې ټرافیکي ګڼېګوڼې، د دغه ښار اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړيدي.





