هغه سوداګره مېرمن چې غواړي د هېواد سیمه ییزې جامې خوندي کړي

هغه هټی چې اغلي ساپۍ جوړ کړی، خورا کوچنی او ۵ ښځې په کې په کې د جامو په ګنډلو بوختې دي

حامده ساپۍ چې تازه د ژورنالیزم له پوهنځي فارفه شوې؛ څه موده کېږي، چې په کابل ښار کې یې د افغانستان د سیمه ییزو جامو هټی پرانیستی دی.

اغلې ساپۍ وايي، چې په لږې سرمایې سره یې دا سوداګري پیل کړې او موخه یې له دې کار نه د افغانستان د سیمه ییزو جامو رواجول او د فرهنګ خوندي کول دي.

هغه هټی چې اغلي ساپۍ جوړ کړی، خورا کوچنی او ۵ ښځې په کې په کې د جامو په ګنډلو بوختې دي. هغه وايي، چې په راتلونکې کې سترې موخې لري، خو د پوره کولو له پاره یې پوره بودیجه نه لري.

د اغلې ساپۍ پر وینا، د افغانستان سیمه ییزو جامو ته د ښځو لېوالتیا ډېره ده؛ خو د نرخ د زیاتوالي له امله یې پېرېدونکې کمې دي. هغه همدارانګه زیاتوي، ډېر مشتریان یې هغه ښځې دي، چې ښه کاروبار لري.

د دې په خبره، غواړي، نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي، چې په حرفوي ډول په دې برخه کې کار وکړي

اغلې ساپۍ د هېواد اوسنی حالت د پانګونې له پاره مساعد نه بولي او وايي، چې دولت ښځينه سوداګرو سره هېڅ ډوله مرسته نه کوي.

د دې په خبره، غواړي، نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي، چې په حرفوي ډول په دې برخه کې کار وکړي.

د اغلې ساپۍ په هټي کې ورېښمین شالونه، جامې، کرتۍ ګانې، چپنې او د افغانستان نورې سیمه ییزې جامې پلورل کېږي.

دا سوداګره مېرمن هیله لري، چې کاروبار یې پراخه شي او خلک د پاکستاني، هندي او ترکي جامو پر ځای د هېواد سیمه ییزې جامې واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام