
د بادغيس ولايت د ښځو چارو رياست مسوولان وايي، د فخرالدین په نامه يوه کس د نامشروع اړيکې په تور خپله مېرمن او ورور په ډزو وژلي دي.
دا پېښه تېره ورځ د دې ولايت د قادس ولسوالۍ په « بادروک» سيمه کې شوې ده.
د بادغيس د ښځو چارو رييسه راحله نادري د ياد خبر په تاييد سره وايي، د نوموړي سړي ښځې ۲۵ کاله او ورور يې ۳۰ کاله عمر درلود.
د قادس ولسوالۍ بادروک سيمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
د يادولو ده د روان کال له پيله تر اوسه په دې سيمه کې درې ښځې د نامشروع اړيکې په تور وژل شوي دي.





