
د اروپايي ټولنې غړي ویلي، چې له دې وروسته به دوی هم په افغانستان کې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
که څه هم د افغان حکومت له لوري د اداري فساد پر وړاندې مبارزه روانه ده او دغه چاره ولسمشر هم ډېر جدي نیولی، خو داسې ښکاري، چې د افغان حکومت له لوري دفساد پر وړاندې مبارزه بسنه نه کوي او دا دی اوس اروپايي ټولنې هم په دغه هېواد کې د دغې شومې پديدې پر وړاندې مبارزې ته لاسونه بډ ووهل.
دغې ټولنې ویلي، چې د یاد کمپاین اصلي موخه د فساد پرضد له افغانانو سره مرسته او په دې لار کې د دولت پیاوړي ګامونو له پاره د خلکو ملاټر خپلول دي.
د ارويايې ټولنې دغه کمپاین به د سولې، په عدلي بنسټونو کې فساد، د کانونو ناقانونه کیندنو ګواښ او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د فساد پرضد د خلکو پر اقداماتو تمرکز وکړي.
د دغې ټولنې له خوا په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان د پراخ فساد له ترهګرۍ سره مبارزه اغیزمنه کړې.

همدارنګه په خبرپاڼه کاږل شوې، چې فساد تیرې لاسته راوړنې، په هیواد کې پانګونه او د ځوانانو راتلونکی له ګواښو سره مخ کوي.
خبرپاڼې په افغانستان کې د اروپايې ټولنې ځانکړي استازي فرانز مایکل میلبن له قوله لیکلي، فساد د افغانستان د بقا پر وړاندې ستر ګواښ ګڼل کیږي.
ده زیاته کړې، چې یوازې دولت نه شي کولی د فساد له منځه وړلو له پاره کار وکړي، باید په دې برخه کې ټول افغانان خپل مسوولیت احساس کړي.
همدارنګه په خپره شوې خبره پاڼه کې د اروپايي ټولنې د سفیر له خولې دا هم ویل شوي، چې تر راتلونکي یو کال پورې نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه څیړنه کوي او دولت باید د فساد پر ضد مبارزه کې پرمختګونه نندارې ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي وحدت د حکومت په پېل کې ولسمشر غني د فساد پر وړاندې پر قوي مبارزې ټينګار وکړ؛
چې له هغه وروسته يې سمدلاسه د کابل بانک په قضیه کې د ښکېلو غاړو په اړه جدي پلټنې پېل کړې.
په دې اړه يې خلیل الله فروزي، شېرخان فرنود چې د کابل بانک د سقوط یو له اصلي متهمینو وو هر یو يې په څو کلونو بند محکوم شول.
خو وروسته بیا خلیل الله فروزي په کابل کې د ځيرک ښار ګوټي د پرانیستلو له پاره بېرته د ځينو حکومتي کړيو له خوا ازاد شو.
له دې وروسته د همدې قضيې له امله پر حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې پر هوډ نيوکې زیاتې شوې.
بیا ولسمشر محمد اشرف غني د همدې قضيې له امله خپل حقوقي سلاکار ډاکټر عبدالعلي محمدي له دندې ګوښه کړ او یو ځل بیا يې ټينګار وکړ، چې باید نوموړی خپل بند تېر کړي.





