د جوزجان ځېنې اوسېدونکي خپلې قضيې د داعشیانو په محکمو کې حلوي

تقریباً د جوزجان د درزاب ولسوالۍ ټولې سیمې د داعشیانو په ولکه کې دي او دې ولسوالۍ کې د دولت فعالیتونه یوازې د ولسوالۍ او امنیې قوماندانۍ تر ودانیو محدود شوي‌دي.

د جوزجان درزاب ولسوالۍ د پولیسو سرپرست قومندان امان‌الله سلام‌وطندار ته وویل، داعشیان د درزاب ولسوالۍ په ټولو کلیو کنټرول لري او د دې ولسوالۍ ډېر اوسېدونکي د خپلو حقوقي، جزايي او قومي قضیو د هواري په پار د داعشیانو محکمې ته مراجعه کوي.

د ده په خبره، تر اوسه یو کس هم د خپلې حقوقي او جزايي قضیې د حل له‌پاره ولسوالۍ ته نه دی ورغلی.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالقدوس او عبدالجلیل چې په علني ډول یې د داعشیانو له لوري د خلکو د حقوقي قضیو محکمې لیدلي؛ سلام وطندار ته وايي چې دا ډله چې هر ډول پرېکړه وغواړي؛ کوي یې او پرېکړې یې ډېر ژر اجرا کېږي.

دوی په ورته وخت کې پر داعشیانو هم تور پورې کوي چې د قضیو د حل په برخه کې بډې اخلي، که پيسې ورکړې مجرم خوشې کوي، ګنې وژني یې.

د جوزجان ولایتي شورا مشر بابر ایشچي درزاب ولسوالۍ کې د داعشیانو د فعالیت له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، دا ډله په زوره خلک له ځان سره بیايي او په علني محکمه کې سزا ورکوي.

دی په ټینګار سره وايي چې داعشیان ډېر ډېر بې‌رحمه دي. د ایشجي په وینا، خلک یې ډار کړي چې دولت ته مراجعه ونه‌کړي؛ ځکه د څوو کسانو کورونو ته یې اورونه واچول او د ماشومانو سرونه یې ورغوڅ کړل او ویې ووژل.

د درزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دولت فعالیتونه یوازې د ولسوالۍ په ودانۍ پورې محدود شوي او دوی اړ دي خپلو دوسیو او ستونزو ته د لاس‌رسي له‌پاره داعشیانو ته ورشي.

د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، داعشیان دا وخت د درزاب ولسوالۍ په ۹۵ سلنې خاورې ولکه لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام