
په افغانستان کې د کورونا ویروس د مړينې د کچې د ډېروالي له کبله اوس د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې کورونا به افغانستان انساني ناورين سره مخ کړي.
له يادې کمېټې په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په افغانستان کې د کورونا ویروس پراختیا خورا چټکه او له کنټرول وتلې ده او افغان حکومت هم د کورونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې اړین تجهیزات نه لري او که پاملرنه ونه شي، نو وضعیت به تر دې هم خطرناک شي.
دغې کمېټې تازه د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس د پراختیا سلنه یوازې تېره میاشت ۶۸۴ ته رسېدلې ده.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې باید له افغانستان سره د تجهیزاتو او نورو اړینو مواردو په برخه کې مرسته وشي، څو دلته د یوه انساني ناورين له رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي.
د ياد بنسټ په اعلاميه کې زياته شوې چې افغانستان کې د کورونا ويروس د خپرېدو له کبله ۱۱ ميليونه افغانان د خوراکي توکيو له کمښت سره مخ دي.
د رسمي شمېرو له مخې افغانستان کې تر اوسه پورې ۱۵ زره او ۷۵۰ کسان پر کورونا ويروس اخته شوي چې له دې ډلې ۲۶۵ يې مړه شوي او ۱۴۲۸ يې بېرته روغ شوي دي.





