افغانستان کې د کارګرانو پیوستون نړۍ‌والې ورځې نمانځنه

د افغانستان کارګرانو ټولنې یا امکا مسوولانو کابل کې د کاګرانو پیوستون نړیواله ورځ ونمانځله. د دې ټولنې مشر معروف قادري وویل، د کار په بازار کې تقاضا زیاته ده، خو کاري زمینې نه شته.

د ښاغلي قادري په وینا، افغان حکومت د کارګرانو له‌پاره تر ټولو د لږ مُزد اندازه لاهم ټاکلې نه ده.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې مشر همدارنګه وايي، د ځوانانو له‌پاره د کاري فرصتونو نشتوالي له امله  هغوی د لږو پیسو په بدل کې د ترهګرو لیکو کې جذبېږي.

هغه وايي، دا یوه جدي ستونزه ده او د حکومت له مشرانو غواړو په دې برخه کې پام وکړي.

افغانستان کې د کارګرو نړیواله ورځ داسې مهال  نمانځل کېږي چې د هرې ورځې په تېرېدو د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچه لوړیږي او افغان حکومت د کار زمینې برابرولو او د بې‌وزلۍ له منځه وړلو کې د پام وړ لاسته راوړنې نه لري.  

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام