د پکتيا امنيې قوماندانۍ او د حوزو ودانيو چارې نه‌دي پيل شوي

د پکتيا امنيې قوماندانۍ چارواکي وايې، تر اوسه د زړې قوماندانۍ په يو څو خونو کې له خورا ستونزو سره خپلې چارې په سمبالوي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ تېرکال موټر بم برید وشو چې د درنې مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې د قوماندانۍ ودانۍ ډېره برخه هم ویجاړه کړه.

د پکتیا امنیه قوماندان مل‌پاسوال رازمحمد مندوزی وایي، ژمنه ورکړل شوې چې د پولیسو زون قوماندانۍ ودانۍ به دوی ته سپارل کېږي؛ خو تر اوسه نه د قوماندانۍ ودانۍ جوړه شوې او نه هم د بل ځای د ورکولو درک لګېږي.

د ده په وینا، دوی د پنځو حوزو او په ولسواليو کې د قوماندانیو اوو ودانیو جوړېدلو ته ضرورت لري.

د پکیتا امنیه قوماندان په وینا کارکوونکي یې نه د اداري کارونو له‌پاره مناسب ځای لري او نه هم د غونډو له‌پاره دومره ځای شته چې د قوماندانۍ پرسونل پر مهمو مسلو د بحث له‌پاره په‌کې راټول شي.

د پکتيا ولايتي شورا ځېني غړي هم وايي چې د امنیه قومندانۍ د جوړونې د چارو رسمي پیل  ۸ میاشتې مخکې  اعلان شوی‌و؛ خو تر اوسه هېڅ کار نه‌دی شروع شوی.

د ولايتي شورا غړی محمدرحمان قادري سلام وطندار ته وويل، پتېیل شوې‌وه چې امنیه قومانداني به د زون قوماندانۍ ته ولېږدول شي او د قوماندانۍ د بیارغونې پیسې به په امنیتي حوزو او د ولسوالیو د امنیه قوماندانیو پر ودانۍ ولګول شي؛ خو تر اوسه په‌دې اړه هېڅ ډول اقدام نه لیدل کېږي.

دی ادعا کوي چې دغه ستونزه یې څو ځلې د رسنیو له لارې له مسوولانو سره شریکه کړې‌ده.

په پکتیا کې د پولیسو ودانیزو کارونو په ټپه درېدلو کره لامل لا نه‌دی څرګند او چارواکي هم یا خو په رښتیا معلومات نه‌لري او یا هم په‌دې اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام