طالبان سرپل کې له خلکو باج اخلي

د سرپل ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي، طالبان د دې ولایت د سنچارک ولسوالۍ تبیر او تغای‌خواجه کلیو کې له هرې کورنۍ ۱۰ زره افغانۍ یا ۱۰ منه ممیز غواړي.

د نوموړي په وینا، که حکومت ژرترژره د طالبانو پروړاندې عملیات ونه‌کړي، د دې ولسوالۍ په ګډون به سوزمه‌کلا او ګوسفندي ولسوالۍ هم د هغوی لاس ته ولوېږي.

په همدې حال کې د سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، حکومت یې پر سیمو واک نه‌لري او دوی اړ دي چې طالبانو ته باج ورکړي.

د سرپل سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکي رمضان روحاني او تاج‌محمد وايي، بې‌وسه دي، ماشومان ور له‌غاړې دي او طالبان ترې له ۵ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو باج اخلي.

دوی له حکومت نه غواړي چې سیمه یې له طالبانو ونیسي او د هغوی له باج اخیستلو بې‌غمه شي.

په همدې حال کې د سنچارک ولسوال نقیب‌الله دقیق وايي، نغدي جریمه او له هرې کورنۍ ۶ ټوټې ډوډۍ اخیستل د طالبانو د نوي تصویب شوي قانون یوه برخه ده.

نوموړی وايي، که خلک طالبانو ته پیسې او ډوډۍ ورنه‌کړي، د بندي کولو او وهلو ترڅنګ یې وژني.

خو د سرپل امنیې قومندان عبدالقیوم باقي‌زوی ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د سنچارک ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې عملیات پیل او له خلکو د طالبانو باج‌ اخیستلو مخه به ونیسي.

بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د سرپل ولایت، سنچارک ولسوالۍ له اوسېدونکيو د باج اخیستلو موضوع نه مني.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام