روزګانۍ مېرمنې د «امن کور» د جوړېدو غوښتنه کوي

عکس له ارشیفه اخېستل شوی

ځېنې روزګانۍ مېرمنې وایي، دا مهال د تاوتريخوالي ډېری قرباني شوې مېرمني په‌دې ولایت کې د امن‌ځايونو پرځای په شخصي کورونو کې ساتل کېږي چي دوی په کې امن نه احساسوي.

دوی زیاتوي، اکثره مېرمنې کورني تاوتریخوالی اړباسي چي کور پرېږدي او مرکزترینکوټ ته لاړې شي؛ خو بدبختانه چې دلته هم د دوی د شپې تېرولو مناسب ځای نه‌شته او له‌دې سره یې ستونزې نورې هم پسې ډېرېږي.

د روزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکې مستعارنومې شګوفه چې اوس‌مهال د ترینکوټ په بېلابېلو کورنو کې اوسېدلې ده؛ اندېښنه ښيي، که بېرته کور ته ستنه شي؛ د ټولنیزو محدودیتونو پېغورونو له ګواښ سره مخېږي. ځکه خو غوښتنه کوي چې په‌دې ولایت کې مناسب امن‌کورونه جوړ شي.

اغلې شګوفه همدارنګه وايي چې څو شپې یې د معصومې په نامه د یوې ښځینه پولیس په کور، څو یې د یوې ولسوالۍ د قومي شورا د مسوول په کور او یوه شپه یې په زندان کې تېره کړې‌ده.

دا وايي، «زه غواړم دلته پاتې شم او بیا په‌خپله خوښه واده وکړم.»

تاج‌بي‌بي بیا یوه بله کونډه مېرمن ده چې د خواښې او لېورونو وهلو او ټکولو له کوره تېښتې ته اړه کړې‌ده.

نوموړې میرمن وايي، د «امن کور» د نه‌شتوالي له امله اوس له خپله کوره پر تېښته پښېمانه ده؛ خو د مرګ له ډاره بېرته خپل کور ته نه‌شي تللی.

په روزګان ولایت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسون رییس عبدالاحد هم له سلام وطندار سره په خبرو کې په‌دې ولایت کې د ښځو پر بشري وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، هغه مېرمنې چې د کورني تاوتريخوالي له امله مرکز ترینکوټ ته راتښتي؛ په شخصي کورونو کې ساتل کېږي چي دا جدي ستونزه ده.

دی هم په روزګان کې د امن کور جوړېدل اړین ګڼي او زیاتوي، چې څوک په اسانۍ سره له کوره تښتېدلو ښځو ته ځای نه ورکوي او دوی خپله هم زړه نه ښه کوي چي دا ډول ښځې د جنسي زور ـ زیاتي له امله په شخصي کورونو کې وساتي.

د ده په خبره، بې‌سوادي، کمزوری اقتصاد، له ښاري ژونده لېرې‌والی او د ښځو له حقونو بې‌خبري هغه څه دي چې دلته يې د ښځو ژوند تریخ کړی او د ښځو د ژوند ژغورنې په موخه يې د «امن کور» ته اړتیا زیاته کړې‌ده.

د روزګان والي اسدالله سعیدي سلام وطندار ته وویل، روزګان یوه پښتني کلتوري ټولنه ده او دلته د «امن کور» جوړول یو څه پام او فکر غواړي.

د والي په وینا، په‌دې اړه به له ډېرو مشورو او لارښوونو وروسته داسې یوه لار غوره کړي چې له کوره د تښتېدلو ښځو او د هغوی د کورنیو ګټې په‌کې نغښتې وي.

خو ځېنې ولسي خلک انګېري چې ګواکې دغه اسانتیا ښځې له کورونو تېښتې ته هڅوي او وايي بیا یې دوسیې هم د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا په ځنډ سره ارزول کېږي.

روزګان د هېواد په منځ کې پروت یو نارامه ولایت دی.

په‌دې ولایت کې د بشري او مدني حقونو پلویان وايي، اوږدې ناامنۍ اکثره روزګانیان له خپلو بشري حقونو بې‌برخې کړي‌دي.

د مدني فعالانو په خبره، د یاد بدبختیو له امله هر کال له مېرمنو سره د تاوتریخوالي ډېرې پېښې رامنځته کېږي؛ خو په ډېرو کمو پېښو يې په‌دې ولایت کې د بشري حقونو کمېسون، د ښځو چارو ریاست او عدلي څانګي خبرېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام