د غور پوهنتون ودانۍ د ۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي

د غور پوهنتون د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې چې د سیمې اوسېدونکيو له لوري پوهنتون ته ورکړل شوې وه، کېښودل شوه.

د غور ولایتي شورا رییس فضل‌الحق احسان وايي، اوس څوک یوه لوېشت ځمکه چا ته نه‌ورکوي، خو د فېرزوکوه ښار «تله» سیمې اوسېدونکیو د پوهنتون جوړولو او د زده‌کړو بهیر د پرمختګ په موخه ۱۰۰ جریبه ځمکه په وړیا توګه د غور ولایت پوهنتون ته ورکړه چې له زده‌کړو سره د دوی د مینې ښکارندويي کوي.

په همدې حال کې د غور ولایت مرستیال او سرپرست حبیب‌الله رادمنش د یاد پوهنتون تدریسي ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال وویل، یاده ودانۍ به په عصري بڼه په ۹۲ میلیونه ډالرو مالي لګښت سره چې د ښارجوړونې وزارت له لوري ورکول کېږي، په درې پوړونو کې چې ۴۰ درسي او اداري کوټې به ولري، جوړه شي.

بلخوا د غور پوهنتون سرپرست علي شهریار د سیمې اوسېدونکیو او د غور سیمه‌ییزو چارواکو د دغه اقدام د ستاینې ترڅنګ وايي، مخکې یې د تدریسي ودانۍ نه‌موجودیت له کبله ګڼې ستونزې لرلې، خو اوس به له دغو اسانتیاوو نه ښه ګټه واخلي.

د غور پوهنتون محصلان شاوخوا ۶ کاله وړاندې د تدریسي ودانۍ نه لرلو له کبله په یوه کرايي کور او له تېر یوه کال راهیسې د پوهنتون د نجونو لیلیې کې زده‌کړې کولې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام