
د جګړې قربانیانو له پاره د عدالت غوښتنې غورځنګ، یوشمیر مدني فعالانو او د جګړې یو شمیر قربانیانو د یو اعتراض په ترڅ کې د ګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامي سره د حکومت د سولې تړون د شرم وړ و باله او د نوموړي د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
دغو معترضینو په خپلو شعارونو کې ویل، چې د عدالت په قرباني کولو سره سوله نه راځي او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار باید محاکمه شي.
دوو معترضینو شهرزاد اکبر او محمد هارون رادمهر وویل، حکومت حق نه لري، چې خلک له پامه وغورځوي.

د دوی پر وینا، ګلبدین حکمتیار او ده ته ورته ټولو جنګي جنایت کارانو ته باید د قانون له مخې سزا ورکړل شي.
اعتراض کوونکو د یو پریکړه لیک په ویلو سره، بشري حقونو ته ژمن، سیاسي ټیکاو او د نړیوالې ټولنې ملاتړ جلبول د حکومت دنده بولي.
د جگړې قربانیانو له پاره د عدالت غوښتنې غورځنګ، له حکومته غواړي، چې له حکمتیار سره د سولې پر هوکړه له سره کتنه او حکمتیار ته د قضایي خوندیتوب اړوند مادې لرې کړي.
معترضینو له ملګرو ملتو وغوښتل، چې د ګلبدین حکمتیار په څېر اشخاصو نومونه دې له تور لیسته لرې نه کړي.





