
د کابل او ځېنو نورو ولايتونو اوسېدونکیو بېګا شپه په ازاده مبارزه (فريفایټ) سیالیو کې د دوو افغان لوبغاړیو (باز محمد مبارز او احمدولي هوتک) له بریا وروسته هوايي ډزې وکړې.
دا لومړی ځل نهدی، څو ورځې مخکې هم د زمبابوې کرکټ پر لوبډلې د افغان کرکټ ملي لوبډلې له بري وروسته افغانانو هغه بریا په هوايي ډزو سره ونمانځله.
ارواپوه شفیق بهروزیان باوري دی چې د خوشالیو په شېبو کې په هوايي ډزو سره د احساساتو څرګندولو ښکارنده په ماشومتوب کې د افغانانو پر روزنې پورې تړاو لري چې د هغوی ډېرو دغسې چلند له مشرانو او ټولنې زدهکړی دی.
د ښاغلي بهروزیان په وینا، د دغه ناوړه فرهنګ یو اړخ د تاوتریخوالي او ځواک ښودو څرګندوی دی او یو شمېر افغانان نورو ته د ځواک ښودو په موخه دغسې مراسمو کې هوايي ډزې کوي.
دغه اروا پوه وايي، دا ناسم فرهنګ له یو نسله بل ته لېږدي
ښاغلی بهروزیان زیاتوي، افغان حکومت باید لنډ وخت کې د قانون پر بنسټ د هغو کسانو مخه ونیسي چې هوايي ډزې کوي او د تاوتریخوالي پالونکي فرهنګ بدلون لهپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

ټولنپوهې راضیې دانش سلاموطندار ته وويل، د خوشالیو په مراسمو کې له وسلې د ګټنې فرهنګ بومي او کلیوال دود کې ریښه لري او ښار ته د کليوالو راتګ له امله، دغه ناوړه فرهنګ ښارونو کې هم دود شویدی.
د اغلې دانش په باور، موږ پهخپل ذهن کې د جمع شویو تاوتریخوالو د اظهار لهپاره هڅه کوو چې هغه په وسلې سره بیان کړو. دا زیاتوي چې موږ خپله ناهیلي هم په وسلې سره بېرون راوباسو.
مېرمن دانش ټینګار کوي، افغانستان د نړۍ له غمځپلو هېوادونو دی او د افغانانو په ذهن کې د غم او وېرې ځایپرځایکول د تاوتریخوالي او توندلارۍ پراختیا لامل ګرځي.
د هغې په وینا، هېواد کې یو شمېر رسنۍ د جنګي فلمونو او تصویرونو خپرولو له امله د افغانانو ترمنځ د وسلې کارول په یو عادي کار بدل شوی.
د خوښیو په مراسمو کې هوايي ډزې، د افغانانو ترمنځ د وېرې او اندېښنې زېږولو ترڅنګ، مرګوژوبله هم له ځانه سره لري؛ خو امنیتي چارواکي تل د دې پېښو عاملانو د نیولو او سزا ورکولو خبر ورکوي.





