«له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د راتګ لړۍ چټکه شوې»

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت چارواکیو نن په کابل کې ولس ته د دولت د حساب ورکونې پروګرام پر مهال هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راتګ زیاتېدو خبر ورکړ.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت د کډوالو چارو مرستیاله ډاکټر عالمه وايي، په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې له دغه هېواده د افغان کډوالو د راتګ شمېر ډېر شوی دی.

د نوموړې په وینا، ګڼ شمېر دغه کډوال هېواد ته له ناکنټرول شویو او قاچاقي لارو را اوړي.

د کډوالو چارو وزارت مرستیاله دغه راز زیاتوي چې هره ورځ د فراه ولایت له لارې شاوخوا ۲ زره کسان له ایران نه هېواد ته راځي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور هم د هرات له اسلام‌کلا دروازې نه افغانستان ته راځي.

بله‌خوا د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت وزیر سیدحسین عالمي بلخي په دغه پروګرام کې د خبرو پر مهال وویل، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۵ سوه، ۴۸ زره او ۶۰۷ کسان هېواد ته را ستانه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د یادو کسانو له ډلې ۴ زره او ۶۲۶ یې په زوره او ۲۶ زره او ۹۶۸ یې په خپله خوښه له پاکستان، له ایران نه ۲۶۵ زره او ۸۲۸ کسان په زوره او ۲۱۰ زره او ۶۴۳ هم یې هم په خپله خوښه او دغه راز له اروپایي هېوادونو نه هم ۱۱۶۰ کسان په زوره او ۳۶۵ نور په خپله خوښه افغانستان ته راغلي دي.

په نړۍ او ځانګړې توګه ګاونډي ایران کې د کرونا ویروس خپرېدو افغان کډوال او کارګران له سختو اندېښنو سره مخ کړي دي. ګڼ‌شمېر کډوالو ویلي چې له همدې امله یې ایران پرې اېښی او هېواد ته را ستانه شوي دي.

افغانستان ته د دغو کډوالو راتګ هم خلک اندېښمن کړي دي. په هرات کې د کرونا ویروس څلور واړه مثبتې پېښې په هغو کسانو پورې اړه لري چې له ایرانه را ستانه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام