
د زابل ولایت د ښارصفا ولسوالۍ په اړوند سیمو کې په سلګونو لاریونوالو د کابل ـ کندهار د لویې لارې په تړلو سره وايي، د دوی په ولسوالۍ کې دې د ملکي خلکو پر کورونو شپني عملیات بند شي.
د لاریون یو تن سمبالوونکي او د زابل د ولایتي شورا غړي محمدهاشم ګراني نن شنبه سلاموطندار ته وویل، امنیتي ځواکونه د ښارصفا ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بېګناه وګړیو په کورونو شپني عملیات کوي او لاس تړلي يې له ځان سره بیايي.
د ده په خبره، ۳ ورځې مخکې هم امنیتي ځواکونو له سیمې یو شمېر بېګناه سپينږیري، ځوانان او ماشومان له ځانه سره وړي، چې اکثره یې د څېړنو پرمهال سخت شکنجه شوي هم دي.
ګرانی وايي، تر هغو به دغه لویه لار د مسافرو پرمخ بنده وي، چې مسوولانو يې غږ نه وي اورېدلي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال هم د مظاهرې پخلی کوي، وايي چې د لاریون له مسوولانو سره د خبرو په لهپاره سیمې ته د امنیت امر او نور امنیتي مسوولان رسېدلې دي. سیال زیاته کړه، چې د لاریون له مشرانو سره يې خبرې دي.
خو سیال په ټینګار سره وویل، چې امنیتي ځواکونه د ولسوالۍ له مسوولانو سره په همږغۍ شپني عملیات کوي.
د زابل د والي ویاند سولهییز لاریون د خلکو سالم حق ګڼي؛ زیاتوي هڅه کوي، چې غږ يې تر اړوندو مسوولانو ورسوي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ضیا دراني هم په ښارصفا ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو خبره مني؛ خو د نیول شویو کسانو د شکنجې خبره ردوي.
درانی زیاتوي، ځانګړي ځواکونه د دواړو ولایتونو د مسوولانو او کره استخباراتي معلوماتو په همغږۍ سره عملیات کوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول په ټینګار سره وايي، چې په دې سیمه کې شپنیو عملیاتو ښه پایله ورکړې، چي په خبره يې، په دې وروستیو کې يې له یو کوره ۸ تنه مهم وسلهوال هم نیولي دي. نوموړی د ملکي خلکو د ازار خبره تشه اوازه ګڼي.
د کابل ـ کندهار لویه لاره د څوو ولایتونو د مسافرو د تګ ـ راتګ ترڅنګ په دې لاره د پرتو ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو د ټرانزیټي خدماتو په برخه کې حیاتي مسیر ګڼل کېږي.





