
نن سهار د کابل په کوټه سنګي سیمه کې د اباسین ځډران مارکيټ اور اخیستی و.
له سیمې څخه را رسیدلي راپورونه وايي، چې په دغه مارکیټ کې د دوو چاودونو غږ هم اوریدل شوی دی.
سیمې ته اطفایې رسیدلي و، خو لکه څرنګه، چې مارکيټ یوولس منزله لري او اور په اخري منزل کې شروع شوی، نو د اطفايې اوبه هم نه ور رسیده او نیم ساعت وروسته اور له وروستي منزله لسم منزل ته ورسید.
د دغې پېښې عینې شاهدانو سلام وطندار ته وویل، چې د اورلګيدو مخکې پولیسو ځډران مارکېټ ته څوک نه پرېښوده.
دوی وايي، پولیسو ورته ویل، چې په دغه مارکېټ کې ځانمرګي بریدګر ننوتي دي، خو څو لحظې وروسته له مارکيټه د اور لمبې پورته شوې.
د دغه مارکيټ ځينې دوکانداران وايي، چې ځدران یو له هغو مارکیټو بلل کيږي، چې زیات اخیستونکي ورته راتلل او د دوی پر وینا، دغه پېښه یوه طرحه شوې توطیه ده.
دغه اور لاندينو منزلونو ته د ښکته کېدو په حال کې دی او هره لحظه يې لمبې زیاتيږي.
له سیمې څخه د سلام وطندار خبریاله معصومه جعفري خبر راکوي، چې د دغې پېښې له امله تر اوسه یو تن وژل شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ دغه سړی په پورتني منزل کې بند پاتې شوی و او د خپل نجات په خاطر يې له هماغه یوولسم منزله ځان ګوزار کړی او مړ شوی دی.
اوسمهال د اطفايې کارکوونکي سره له وسایلو په سیمه کې حضور لري، خو د اور په وژلو کې پاتې راغلي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کلونو کې په کابل ښار کې خورا لوړې ودانې جوړې شوي، خو ایمني وسایل لکه اور وژنې او نور د عاجل ضرورت وسایل ورته نشته.
اوسمهال د دغه اور د وژلو له پاره هیلو کاپټرو ته ضرورت شته، خو لیدل کيږي، چې افغان اړوند چارواکي يې نه لري او د خلکو د مالونو او پانګو په ساتلو کې پاتې راغلي.





