په افغانستان کې د هوا چټلوالی له جنګه ډېره مرګ‌ ژوبله اړوي

د نړۍ‌والو بنسټونو شمېري ښيي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۷ کال کې له ۲۰زرو نه ډېرو وګړیو خپل ژوند د هوا د چټلوالي له امله له لاسه ورکړی‌دی.

د فارین پالیسي د راپور پر بنسټ، په کابل کې د اندرا ګاندي د ماشومانو روغتون د تنفس برخه هر کال دومره له ماشومانو ډکېږي چې په اسانۍ سره تنفس نه‌شي اخېستلی.

د دې راپور پر اساس، په افغانستان کې وګړي له جنګه ډېره قرباني چټلې هوا ته ورکوي.

د «هوا د نړۍ‌وال وضعیت» بنسټ د راپور له‌مخې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې له ۲۶زرو نه ډېرو وګړیو د هوا د چټلوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی‌و.

فارین پالیسۍ د تنفسي ناروغیو ریښه د افغانانو اقتصادي ستونزو سره تړلې ده او ویلي دي چې د ژمي په موسم کې خلک د کورنو د ګرمولو له‌پاره له پلاستیکي موادو او ډبرو سکرو نه ګټنه کوي او د برېښنا له‌پاره له جنراتورونو نه استفاده کولو هم د هوا په چټلوالي کې ونډه لرلې ده.

راپور زیاتوي، تر دې اندازې چې په کابل کې هوا ښه وي؛ خو بیا هم ځېنو ځایونو کې د هوا چټلوالی لیدل کېږي.

د کابل د چاپېریال ساتنې ادارې رییس عزت‌الله صدیقي فارین پالیسۍ ته ویلي، د ځېنو ادارو په لاسوهنې او مداخلې سره د هغو شرکتونو مخنیوی نه‌شي کولی چې د سون غیرمعیاري مواد پلوري.

د صحت طفل روغتون د تنفسي ناروغیو یو متخصص ډاکټر دې مجلې ته ویلي چې د ژمي په موسم کې د دې ناروغۍ مراجعه‌کوونکي ډېرېږي او په هر تخت باندې دوه ناروغان څملوي او کله ناکله خو د روغتون پر فرش باندې هم د ناروغانو د درملنې اړتیا پېښېږي.

د دې متخصص په خبره، د دې برخې ناروغان تر ډېر له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو پورې عمر لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام