“حکومت د ټاکنو ترسره کيدا په برخه کې بې‌پروا دی”

د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون وايي، حکومت د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو له‌پاره جدي اراده نه‌لري.

د یاد کمېسیون مشر عبدالعزیز اریایي د چهارشنبې (می ۲۴مه) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو راتلونکو ټاکنو بهیر پڅ روان دی او خبرداری يې ورکړ، چې دغه بې‌پروایي هیواد له کړکیچ سره مخ کوي.

د شکایتونو کمیسیون مشر پروینا، د هیواد وضعیت، د حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کار کړنو په اړه د دوی موندنې ښیي چې راتلونکې ټاکنې پر ټاکلي وخت نه‌شي ترسره کېدی.

اریایي زیاته کړه، چې د حکومت او ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنیزې طرحې په اړه همغږي نه لري، نو ځکه خو د راتلونکو ټاکنو بهیر ټکنی شوی دی.

دی وايي، چې د ټاکنو کمېسیون او حکومت ترمنځ ډیره کمه فاصله ده، خو پر وینا يې دوی له تېرو درېيو میاشتو راهیسې خبرې نه دي کړي.

په دې اړه مو وغوښتل د ټاکنو خپلواک کمېسیون نظر هم ولرو، خو د پرله‌پسې هڅو سره ـ سره بریالي نه‌شو.

له بل لوري بیا، د ولسمشر ځای ناستي ویاند شاه حسین مرتضوي د حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ترمنځ نه همغږي ردوي او وايي، چې حکومت د تیرکال په کب میاشت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو مالي ملاتړو سره لس ځله غونډې کړي دي.

«هغه څه چې پر حکومت پورې اړه لري، د ټاکنو له پاره د مالي سرچینو برابرول او د امنیت ټینګښت دي چې په دواړو برخو کې حکومت خپل کار کړی، د مالیې وزیر د مالي سرچینو په اړه کار کوي او همدغه راز، د کورنیو چارو وزیر د امنیت ټینګښت له پاره هاند او هڅه کوي، د کار یوه برخه خپله د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولیت دی.»

له دې سره ـ سره لا هم څرګنده نه ده، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به سږکال ترسره شي، خو تردې مخکې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون څو ځله، په روان کال کې د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کړی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام