
د تخار ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي، چې په دغه ولایت کې د خپلسرو او نامسوولو وسله والو مخینوی وکړي.
دغه مدني فعالان په کابل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې خپلسره وسله وال په تخار کې عام خلک ځوروي.
دوی زیاته کړه، چې له یو کال راهیسې شاوخوا زر خپلسري وسله وال په دغه ولایت کې فعالیت کوي.
د هغه ولایت د رستاق ولسوالۍ مدني فعال بهرام الدین حسام غونډې ته وویل، چې دغو غير مسوولو وسله والو د کوکچې شاوخوا او رستاق ولسوالۍ ځينې سیمې ناامنه کړي او ددې سیمو اوسیدونکي یې سخت اندیښمن کړي دي.
حسام زیاتوي، که څه هم ددې ولسوالۍ اوسیدونکو د اعتراضیه غونډو په ترڅ کې له حکومته د خپلسره وسله والو فعالیتونو مخنیوي غوښتنه کړې او ددې مسلې څیړنې په موخه له مرکزه پلاوي لیږل شوی وو، خو ددوی پر وینا هیڅ مثبتې پایلې يې نه درلودې.

دغه مدني فعالان له حکومته غواړي، چې په تخار کې د خپلسره وسله والو بې وسلې کولو او سولې ټینګښت په لار کې عملي ګامونه پورته کړي.
دوی خبرداری ورکړ، چې که حکومتي مشران يې غوښتنو ته پام ونه کړي په کابل او تخار کې به پر پراخو لاریونونو لاس پورې کړي.
په ورته وخت کې د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور وايي، چې په دغه ولایت کې د غېر مسوولو وسله والو نیولو له پاره هڅې پیل شوي او ډیر ژر به ددغو کسانو مخه ونیول شي.
د تخار مدني فعالانو د پریکړه لیک په خپرولو سره له حکومته وغوښتل،چې ژر تر ژره دې خپل سره وسله وال بې وسلې کړي او ددوی پروینا دهغوی ظلم ته د پای ټکی کیږدي.





