په دایکندي او بامیان کې د واورې اورېدو له امله سلګونه مسافر بند پاتې دي

د دایکندي ولایت په قوناق غاښي کې د ډېرې واورې اورېدو، سړې هوا او توپان له امله لسګونه مسافر چې ښځې او ماشومان هم په‌کې دي، ایسار شوي دي.

دغه مسافر وايي، که څه هم د بامیان او دایکندي له سیمه‌ییزو چارواکیو سره یې اړیکه نیولې، خو هغوی ورته ویلي چې یاده سیمه د دوی د مسوولیت ساحه نه‌ده.

مسافر زیاتوي، د شپې له ۹ بجو راهیسې په قوناق غاښي کې بند پاتې دي، خواړه، اوبه او د اوسېدو ځای نه‌لري او دغه راز سړه هوا، واوره او توپان یې هره شېبه ژوند ګواښي.

یو مسافر حسین وایي، ویرجن دی، د مور جنازه یې له کابله راوړې او په قوناق غاښي کې له ۷۰ مسافرو سره په واوره او توپان کې بند پاتې دی.

په همدې حال کې منصوره چې په یاد کنډو کې بنده پاتې ده، سلام‌وطندار ته وویل، تراوسه هیڅ مرسته نه‌ده ورسره شوې او د ځان ژغورنې ته حیران پاتې دي.  

خو د بامیان او دایکندي سیمه‌ییز مسوولان که څه هم په قوناق غاښي کې د لسکونو مسافرو بند پاتې کېدل مني او وایي، پر یادې لارې واورې او توپان شته، خو دوی یې درېدو ته په تمه دي.

د دایکندي د ټولګټو چارو رییس خداداد سیرت وايي، اوس له شهرستان- نیلي، پرته ټولې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوي او هوا توپاني ده او دوی یې سمېدو ته په تمه دي.

بله‌خوا د بامیان د ټولګټو چارو سرپرست غلام‌نبي قمبري وايي، د قوناق له دواړو لوریو بند دی، له بامیان ـ شیبر او بامیان ـ یکاولنګ پرته مسافران په نورو ټولو لارو کې بند پاتې دي او دوی یې د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

د بامیان او دایکندي ولایتونو مسوولان له مسافرو او موټرچلوونکیو غواړي چې په ژمي موسم کې د شپې له خوا سفر و نه‌کړي، د سفر پرمهال امنیتي تدابیر ونیسي او په‌دې برخه کې د هر ولایت د ټولګټو چارو د ریاستونو لارښوونې په پام کې ونیسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام