
نن په کابل کې د متشبثو ښځو دویمه نړۍواله اقتصادي غونډه جوړه شوه.
غونډې ته د مالیې سرپرست وزیر همایون قیومي وویل چې افغان دولت د متشبثو ښځو تلپاتي ملاتړ ته ژمن دی.
د ښاغلي قیومي د معلوماتو لهمخې، د مالیې وزارت له ۶ زرو او ۸۰۰ کارکوونکیو یوازې ۵۳۰ یې ښځې دي او باید د ښځو ظرفیتلوړونې په پار ډېرې عملې حللارې لومړیتوب وګڼل شي.
ښاغلی قیومي زیاتوي، رښتینی بدلون هغه وخت راتللی شي چې ښځو ته د تجربي او تخنیکي علومو او وړو سوداګریو روزنې په برخو کې پانګونه وشي.

ځېنې سوداګرې ښځې د دا ډول غونډو جوړولو هرکلی کوي او وایي، تمه لري چې د دې غونډې له جوړېدلو وروسته د ښځو د ودې په لاره کې د ننګونو لېرېکېدو لارې ـ چارې ولټول شي.
دوې سوداګرې مېرمنې افسانه رحیمي او نورجهان محمودزاده له دولته غواړي چې د وړو پورونو په ورکولو کې ښځو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دوی په وینا، که د سوداګرۍ په برخه کې کوچنۍ او لویې ستونزې ورحل شي او په پانګونه کې یې لاسنیوی وشي؛ افغانښځې په هره برخه کې د کار کولو وړتیا لري.
د متشبثو ښځو دویمه اقتصادي غونډه داسې مهال جوړېږي چې د اقتصادپوهانو په اند لا هم لوړه سلنه افغانې ښځې اقتصادي خپلواکي نهلري.





