
ختیځ کې د خبریالانو ټولنې او خبریالان خپل ژوند ته د متوجې ګواښونو په اړه دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تېره ورځ ننګرهار کې د یو محلي راډیو، ټلوېزيون رییس د ښار له منځه وتښتول شو او موټرچلوونکی یې ځای پرځای ووژل شو.
د انعکاس راډیو، ټلوېزیون رییس او بنسټګر انجینیرزلمی لطیفي تېرماښام داسې مهال د جلالاباد ښار د څلورمې امنیتي حوزه اړوند سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو تر برید لاندې راغی چې له دفتره د کور پر خوا روان و.
د دې رسنۍ د نشراتو مسوول شکرالله پاڅون وايي، رییس یې یو هټي ته د سودا اخېستلو په په پار درېدلی و چې همدغه وخت کې پرې وسلهوالو برید کړېدی.
دی وایي، تېر کې هم پر دوی وسلهوال بریدونه شوي چې ځاني او مالي تلفات یې ور اړولي چې مسوولیت یې داعشیانو پر غاړه اېستی و.
بېګانۍ پېښه د ننګرهار عمومي زندان، اطلاعات و فرهنګ او قبایلو ریاستونو او د افغان تېلېکام ادارې په منځ کې پر عمومي سړک شوېده.
نن سهار د همدغې پېښې د غندنې او د ځان خوندیتابه په موخه ننګرهار کې د محلي، ملي او نړۍوالو رسنیو لسګونه خبریالانو د یوې ناستې پر مهال د تېرې ورځې پېښه غندله او اندېښنه یې وښوده چې دغلته رسنیو او خبریالانو ته له هر اړخه جدي ګواښونه شته دي.
ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر شیرشاه همدرد د خپلو همکتارو ملګرو د ژوند په اړه اندېښنه ښيي او زیاتوي، د خپلو ملګرو د ژوند په خوندیتوب له ناحیې اندېښمن دي او کله چې یو څوک چې له زرهي موټر تښتول کېدای شي، د یو عادي خبریالان ـ چې مایک او کامره ورسره وي ـ د هغه به څه حال وي.

دی امنیتي ادارې نه غواړي چې د انعکاس راډیو، ټلوېزیون د مشر پیداکولو کې دې بېغوري نهکوي.
ختیځ کې د لیکوالو او ژورنالستانو د ټولنې منشي او ازاد خبریال رحمتالله زیارمل بیا له وسلهوالو ډلو او مافیايي کړیو نه د خبریالانو د ارام ژوند او دوی ته په کاري چاپېریال کې د ستونزو نه پیداکېدو غوښتنه وکړه.
دی وايي، که حکومت د انجینیر زلمي پیداکولو او د خبریالانو ژوند خوندیتابه ته پام زیات نهکړي؛ دوی به به غلي کېنهني.
که څه هم په وروستیو کې د ننګرهار امنیتي حالت کې یو څه سمی تر سترګو کېږي؛ خو د تېرې ورځې پېښې بیا یو شمېر خبریالان اندېښمن کړي، وايي چې لا یې هم ژوند خوندي نهدی.
دوه خبریالان یوسف ظریفي او ذبېحالله رحیمزی وايي، تر اوسه د دوی د ژوند د خوندیتابه په پار داسې ژمنه نهده شوې چې دوی پرې پوره ډاډ حاصل کړیوي.
دوی یوازې حکومتي مخالفان د خبریالانو ژوند ته ګواښوونکي خوا نه ګڼي، بلکې مافیايي ډلې او کړۍ هم د خبریالانو پر وړاندې لوی ګواښونه دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار چارواکي وايي، د انعکاس راډیو، ټلوېزیون د مشر انجینیر زلمي لطیفي د تريتمکېدو په اړه امنیتي او کشفي ادارو له پېښې سره هممهاله هڅې پیل کړي او هیلې شته چې نور پرمختګ به هم کېږي.
د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف مومند دا په رسنیو بوږنوونکي او تعرضي پېښه ګڼي او ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونو هڅې پیل کړي چې انجینیر زلمی لطیفي روغ ـ رمټ راخلاص کړي.
لهدې سره هممهاله کونړ کې هم خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د انعکاس راډیو، ټلویزیون د مشر تريتمکېدل او د هغه د موټرچلوونکي وژل غندلي او غوښتنه یې کړې چې حکومت او اړوندې ادارې دې د خبریالانو او رسنیزو ادارو ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.
ننګرهار کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلوماتو لهمخې، تېر زېږدیز کال دې ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷ پېښې ثبت شوېدي.
روان کال بیا دا پېښې له بېګانۍ هغې سره ۷ ته ورسېدلې.





