طالبان د بریښنا شرکت په پرتله ۴ ځله زیاتې پیسې ټولوي

د هلمند ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا ځينې غړي وايي، چې په یاد ولایت کې وسله‌وال طالبان د برېښنا شرکت په پرتله ۴ ځله زیاتې پیسې ټولوي.

دوی زیاتوي، چې طالبان له هرې ولسوالۍ زرګونه لکه افغانۍ د بریښنا محصول، له خلکو ټولوي. 

د دوی پر خبره، اوس‌مهال دغه ډله د موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو د بریښنا ټول عواید ترلاسه کوي.

دوی زیاتوي په یادو ولسوالیو کې شاوخوا ۳زره د اوبو ژورې څاه ګانې جوړې شوي، چې د بریښنا په‌واسطه خلک ترې اوبه را باسي او د دوی پر وینا، طالبان له هرې څاه  شاوخوا۱۸۰۰افغانۍ د درې او ۶ میاشتو له پاره ترې اخلي.

 دوه هلمندیان شبیراحمد او محمد امین سلام‌وطندار ته وویل: "پر برق باندی پیسې مامورین ټولوي وایي  پر سمرسیبل او ټرانسپرمر باندې ۳۰زره یا۳۶ زره کلدارې اخلي او د۶ میاشتو ۱۸۰۰ کلدارې پر باوړۍ اخلي.

پر دادوه انچه سمرسیبلانو باندې ۱۸۰۰ روپۍ اخلي میټر زموږ نه شته او ۲زره لکه کلدارو ته ځان رسوي دا ټوله ولسوالۍ ".

 د هلمند ولایتي شورا مرسیتال عبدالمجید اخند زاده بیا وایي، چې د شمالی ولسوالیو د بریښنا ټول محصول چی شاوخوا۶زره لکه پاکستاني کلدارۍ کیږي طالبان ټولوي.

هغه وایي طالبان د دولت په پرتله ۴ ځله زیات د بریښنا عواید ټولوي او دا د ده پروینا د هغوی د عوایدو تر ټولو لویه سرچینه ګڼل کیږي.

د نوموړي پر خبره، په کجکي، زمینداور، موسی کلا او سنګین کې هغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې دي له۵۰۰۰ زره لکه نیولې بیا تر۶۰۰۰ لکو پاکستانیو کلدارو پورې طالبان د بریښنا محصول ټولوي دا د دوی له‌پاره د عوایدو یوه غټه سرچینه ده.

دا داسې مهال ده، چې د هلمند د بریښناریاست وایي، چې په ۱۳۹۴ کال کې یې ۹۰۰ لکه افغانۍ د بریښنا محصول ټول کړی، خو په۱۳۹۵ کال کې بیا دا پیسې ۱۰۰۰ ته لوړې شوي، چې لس سلنه زیاتوالی ښیي.  

د هلمند د بریښنا رییس انجینر نصرالله قانع د چارشنبې ورځ خبري غونډه کې دا هم ومنله، چې دوی یوازې د لښکرګاه ښار او ګریشک ولسوالۍ عواید ټولوي او د موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو عواید طالبان ټولوي.

ویل کیږي هلمند کې له ۳۶ میګاواټه بریښنا یوازې ۶ میګاواټه هلمند، ۱۲ میګاواټه کندهار ته ځي چې عواید یې دولت ټولوي او د پاتې نورې ټولې بریښنا محصول، چې د هغه ولایت په شمالي ولسوالیو کې کارول کیږي تر ډیره طالبان ټولوي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام