
که څه هم امو سیند، په روان کال کې د بلخ د شورتپې ولسوالي یو کلی او په تېرو کلونو کې د دغه ولایت د کلدار ولسوالي لس کلي وران کړل، خو د ځايي چارواکیو او خلکو په وینا، حکومت د یاد سیند د تخریباتو مخنیوي لهپاره هېڅ ګام اخیستی نهدی.
د بلخ د شورتپې ولسوالي د «هزاره توقي» سیمې اوسېدونکي ستار او سرور چې په امو سیند کې کبان نیسي او له همدې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي وايي، یاد سیند د خلکو ډېرې کرنیزې ځمکې او کورونه وړي او که د تخریباتو مخه یې و نه نیول شي، ستره فاجعه به رامنځته شي.
ستار وايي، د کور او امو سیند ترمنځ یې ۴۰ دقیقې واټن دی چې اوس د لارې پر سر کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې او په سیند بدلې شوې دي. د نوموړي په وینا، د کلي شاوخوا پنخوس کورونه یې د امو سیند اوبو وړي، اوس اوبه او برېښنا نهلري او له ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په همدې حال کې د ستار ورور سرور چې معلول هم دی وايي، د شپږ کسیزې کورنۍ نفقه ور له غاړې ده. کله کبان نیسي او کله هم د بل مزدورۍ ته په تمه وي.
د نوموړي په وینا، د امو سیند شاوخوا سیمې د تخریب له ګواښ سره مخ دي او حکومت یې د مخنیوي لهپاره هېڅ کړي نهدي.
روان کال د شورتپې ولسوالي په «تاشګذر» سیمې کې یو کلی په سیند بدل شوی او د جنګلریق، حرم قاتر او جویوکیل کلیو کې ۸۰ سلنه ځمکې سیند وړي دي.
د شورتپې ولسوال محمد کریم خان وايي، دغې ولسوالي کې د «تاش ګذر» «هزاره توقي» او «یورا» په نوم سیمې د امو سیند له تخریباتو زیانمنې دي.
نوموړی زیاتوي، امو سیند د دوی د شاوخوا ګڼ کلي زیانمن کړي او یوازې سږکال یې د تاشګذر یو کلی او نږدې ۶۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې ده.
د شورتپې ولسوال وايي، حکومت یوازې «ډکې» جوړوي چې په وسیله یې د کوچنیو تخریباتو مخه نیول کېږي، خو دغه «ډکې» د سیلاوبو راوتلو پرمهال مقاومت نهلري.
هغه د امو سیند د تخریباتو مخه نیولو په تړاو د ولسمشر ژمنې غیرعملي بولي او وايي، حکومت تراوسه پورې دې برخه کې هېڅ اقدام کړی نهدی.
بلخ کې پر شورتپې ولسوالي سربېره، د کلدار ولسوالي یوشمېر سیمې هم د امو سیند زیانمنې کړي چې په تازه پېښه کې یې د «ارغیاق» سیمې دوه ښوونځي اوبو وړي دي.
د کلدار ولسوال میرویس هوتک وايي، پهدې وروستیو کې د دغې ولسوالي د ۲۱ کلیو له ډلې ۱۰ هغه یې په بشپړه توګه اوبو وړي او په شاړو ځمکو یې بدل کړي دي.

هوتک زیاتوي، تراوسه یې د یادو تخریباتو مخنیوي لهپاره اقدام کړی نهدی، خو په وینا یې هڅه کوي چې امکانات ورته پیدا او د سېلابونو راوتلو مخه ونیسي.
نوموړی دغه راز مني چې د روان کال له بېځایه شویو سره د دولت او مرستندویو بنسټونو له لوري هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني دوه میاشتې وړاندې بلخ ولایت ته د سفر پرمهال ژمنه وکړه چې د امو سیند د تخریباتو مخنیوي لهپاره به لازم اقدام وکړي، خو تراوسه پهدې برخې کې هېڅ عملي ګام اخیستل شوی نهدی.
بلهخوا د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، د امو سیند د سواحلو د تحکیم پروژه میلیونونه ډالره لګښت ته اړتیا لري چې حکومت یې ورکولی نهشي.
د نوموړي په وینا، سږ کال د امو سیند غاړو کې د «ډکو» جوړولو لهپاره ۲ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي چې اوس پرې کار کېږي.
فرهاد زیاتوي، د هغو سیمو له زیانمنو او اړمنو کسانو سره یې مرسته کړي چې امو سیند یې کورونه او ځمکې وړي او په وینا یې له ځینو مرستندویه بنسټونو سره یې هم دا موضوع شریکه کړې او تمه لرو چې د یادو زیانمنو لهپاره مرستې را جلب کړو.
د بلخ ولایت د شورتپې او کلدار ولسوالیو اوسېدونکي پر حکومت نیوکه کوي چې دوی ته یې پام کړی نهدی او که خپلې بېغورۍ ته همداسې دوام ورکړي، په دغو ولسوالیو کې به ستر ناورین رامنځته شي.





