
د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکیو سلاموطندار ته ویلي چې د «مرکز الرژي» په نوم څو روغتیايي مرکزونه د ښې او بېزیانه درملنې او نورو پلمو له خلکو ډېرې پیسې ټولوي.
د دوی په وینا، د دغو مرکزونو درمل یې نه یوازې درد نه دوا کوي، بلکې ناروغي او درد یې نور هم ډېروي.
دوی ادعا کوي چې یادو مرکزونو ته یې د ورتګ او معایناتو لګښتې بېخي ډېر دی او کوم درمل چې ورکوي، له څه مودې وروسته یې د پښتورګو پر ناروغۍ اخته کوي.

د عامې روغتیا وزارت د قوانینو ارزولو رییس خالد احدي د دغو مرکزونو له لوري د ډېرو پیسو اخیستو په اړه وايي، د ډاکټرانو او لابراتوارونو له لوري د هرې اضافه افغانۍ اخیستل ۵۰ افغانۍ جریمه لري.
خو د دغه یوه مرکز مسوولان له خلکو نه د ډېرو پیسو اخیستو په اړه د مراجعینو ادعاوې ردوي.
د حساسیت یا الرژي مرکزونو په تبلیغاتو کې ویل کېږي چې د دغو مرکزونو ډاکټران د موسمي، پوستکي، خوړو، درملو، دوامداره ټوخي او ساهلنډۍ د حساسیتونو ښه درملنه کوي، خو مراجعین یې نه یوازې دا ادعاوې له حقیقته لرې بولي، بلکې مسوولان یې پر بېغورۍ هم تورنوي.
کابل او اوسېدونکي یې په وروستیو کلونو کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. که له یوې خوا د ښار ککړه هوا، د چاودنو او ځانمرګو بریدونو اندېښنه له خلکو قرباني اخلي، بلهخوا یوشمېر ډاکټران هم د داسې مرکزونو په جوړولو سره د خلکو اندېښنې زیاتوي.





