غني: خوراکي توکي نه کمېږي؛ عبدالله: له کورونا سره مبارزه پیوستون غواړي

په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو له وېرې خلکو د خوراکي توکیو پېرلو لپاره بازارونو ته مخه کړه او په دې سره د خوراکي او لومړنیو توکیو بیې څو برابره لوړې شوې.

دغه راز خلکو بیا شکایت کړی چې که حکومت مداخله ونه کړي، ښايي خلک له لوږې سره مخ شي.

خو لسمشر محمداشرف غني نن ملت ته په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل، هېواد د خوراکي او لومړنیو توکیو له کمښت سره مخ نه دی او خلک دې د احتکار کوونکیو په شایعاتو باور نه کوي.

ولسمشر وویل، په بازار کې د ثبات په موخه یې امر کړی چې د دولت له سټراټېژیکو زېرمو د ۲۴ زره ټنه غنم اړمنو کسانو ته ووېشل شي او دغه راز یې امر کړی چې د هېواد سرحدي ګمرکونه د ۲۴ ساعتونو لپاره فعال وي.

ولسمشر ډاډ ورکړی چې تر راتلونکیو ۱۵ ورځو به ۷۵ زره ټنه غنم له هند نه هېواد ته وارد شي او دغه راز به ۵۰ زره ټنه نور هم د سوداګرو له‌خوا له هندوستانه وپېري.

بله‌خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکیو په مزارشریف ښار کې سلام‌وطندار ته ویلي چې د خوراکي او نورو توکیو لسګونه واګونونه د حیرتان بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونو د عامل مدیر نصیر قاسمي هم ډاډ ورکوي چې ژر تر ژره به د خوراکي توکیو بیې ټیټې شي.

په هېواد کې یو دم د خوراکي توکیو د بیو لوړېدو د دینې عالمانو غبرګون هم را پارولی دی.

د عبدالروف توانا په نوم یو دیني عالم وايي، احتکار او د بیو لوړول له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي او په وینا یې، دا کار له کورونا نه هم ډېر ګواښوونکی دی.

د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک د بیو له لوړېدو او د لومړنیو توکیو له کمښته اندېښمن دي.

خو د هرات د تورغونډۍ بندر چارواکي وايي، د غنمو، اوړو او غوړیو په ګډون ۵۰ واګونه خوراکي توکي له تورغونډۍ بندر نه هم هېواد ته راغلي دي.

د تورغونډۍ بندر رییس عبدالناصر له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې د روانې کب میاشتې له ۲۴مې نېټې راهیسې ۴۷ واګونه غنم او ۳۶ واګونه اوړه له تورغونډۍ بندره هرات ته وارد شوي چې هر واګون یې ۷۰ ټنه دی او ټول‌ټال ۳ زره او ۲۹۰ ټنه غنم کېږي.

د تورغونډۍ بندر رییس ډاډ ورکوي چې بازار ته د دغو غنمو او اوړو په راوړل کېدو سره به د دغو توکیو په بیو کې د پام وړ کمښت راشي.

دغه راز د خوراکي توکیو د بیو له لوړېدو وروسته د ټرانسپورټ وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هېواد له ټولو بندرونو نه د خوراکي توکیو سوداګري او واردات به په عادي توګه دوام ولري.

د دغه وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې اوس د حیرتانو، اقینې او تورغونډۍ له بندرونو نه ۲۱۵ واګونه سوداګریز توکي را وارد شوي چې له ډلې یې ۱۳۹ واګونه خوراکي هغه دي.

بله‌خوا د «ټول‌شموله حکومت ولسمشر» عبدالله عبدالله کورونا ویروس یو نړیوال ګواښ بولي او له خلکو غواړي چې د ځان، کورنۍ او ټولنې د خوندیتوب لپاره لازم تدابیر ونیسي.

نوموړي نن په سپېدار کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، ښايي په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ډېر شي او باید پر وړاندې یې ګډ اقدام وشي.

تر اوسه په هرات، بادغیس، لوګر، بلخ، کاپیسا، دایکندي او سمنګان ولایتونو کې ۲۲ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام