یو هلمندی ځوان د سولې پیغام قطر ته پر بایسکل وړي

جاوېد افغان د هلمند له مرکز لښکرګاه نه پر خپل بایسکل د سولې پیغام رسولو په هیله سفر پیل کړ، خو مخکې له سفر پیلولو نه يې د خبرو پر مهال وویل، هیله لري چې په ایران، متحده عربي اماراتو ، سعودي عربستان او قطر کې د یادو هېوادونو له مشرانو او چارواکیو سره هم وګوري او ټولو ته د افغانانو یوازینۍ هیله چې دایمي سوله ده، ورسوي. نوموړی وايي، خپل سفر به په قطر کې د طالبانو له مرکچي پلاوي سره تر لیدنې وروسته پای ته ورسوي.

دی وايي، تر قطر پورې به يې سفر شاوخوا یوه میاشت وخت ونیسي او پر ټوله لاره به د افغانانو د سخت ژوند کیسې او د سولې اړوند پیغامونه خلکو ته ورسوي. نوموړی زیاتوي، د نورو هېوادونو د عادي وګړو تر څنګ به هڅه وکړي چي له مسوولانو سره هم وویني او د افغانانو د سخت ژوند کیسې ورته وکړي.

جاوېد افغان زیاتوي، پر خپلو جامو یې په پښتو ، فارسي ، انګلیسي او عربې ژبو لیکلي: «افغانان له جګړې ستړي دي، سوله غواړي.»  

د جاوېد افغان په خبره، ځینې داسې تصویرونه چې د افغانانو د سخت ژوند او کړاوونو ښکاره ثبوتونه په‌کې دي، هم له ځان سره وړي او په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي ته به یې ور وښيي، څو هغوی د افغانانو له حاله خبر شي.

افغان دغه اوږد سفر ته ځکه اوږه ورکړې چې د سولې پیغام ورسوي، خو پوښتنه دا ده چې په قطر کې به د طالبانو مشران له ده سره وویني او که‌نه؟ جاوېد افغان له هغوی سره لیدنې ته هیله‌من دی او وايي، ښايي ورسره وګوري.

هېره دي نه وي چې د سولې پیغام رسولو په موخه یوه ډله هلمندي ځوانانو شاوخوا یو کال مخکې له دغه ولایت نه تر مرکز کابل پورې پلی تګ وکړ. هلته يې د یو شمېر هېوادونو سفارتونو ته د سولې پیغامونه ورسول او وروسته یې بیا د هېواد شمالي ولایتونو ته هم په لوڅو پښو ځانونه ورسول او په هره سیمه، ولسوالي او ولایت کې یې د سولې چیغې ووهلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام