بامیان؛ د وحشي حیواناتو نسل له ګواښ سره مخ دی

د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې رییس ابراهیم دادفر سلام‌وطندار ته وویل، یو شمېر ښکاریانو په پراخه کچه په دغه ولایت کې د وحشي حیواناتو ښکار ته مخه کړې چې د یادو حیوانانو نسل یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کړی دی.

د دادفر په وینا، که څه هم په ولسوالیو کې د وحشي حیواناتو د ښکار مخنیوي لپاره یې رضاکاره ډلې جوړې کړي، خو امنیتي ځواکونه په‌دې برخه کې ورسره همکاري نه کوي.

په همدې حال کې د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې رییس وايي، په دغه ولایت کې ۱۷۹ ډوله الوتونکي او ۱۱ ډوله وحشي حیوانات پېژندل شوي چې ۹ ډوله وحشي حیوانات د ډېر ښکار له امله د نابودۍ له ګواښ سره مخ دي.

په بامیان ولایت کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر فعالان وايي، د چاپېریال او د وحشي حیواناتو د ساتنې مسوولانو د یادو حیواناتو د مخنیوي لپاره اقدام نه‌دی کړی.

انور رحیمي او داوود احمدي په دې اړه سلام‌وطندار ته وویل، د غرڅې او لېوه ترڅنګ، په یکاولنګ ولسوالي کې د څو ډولو ګیدړو، هیلۍ او سوی په څېر نور وحشي حیوانات هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

امنیتي ځواکونه بدخشان کې «لږ پيداکېدونکي وحشي ژوي» ښکاروي

په غزني کې د وحشي ژویو او الوتونکو ښکار زیات شوی

د دوی په وینا، که د وحشي حیواناتو د ښکار مخه و نه نیول شي، وحشي حیوانات به له منځه لاړ شي چې د بامیان ولایت پر طبیعیت به هم ناسم اغېز وکړي.

بله‌خوا د بامیان ولایت امنیې قوماندان حمیدالله خدايي د وحشي حیواناتو په ښکار کې د پولیسو لاس لرل ردوي او وايي، د قانون له مخې، پولیس باید د یادو حیواناتو د ښکار مخه ونیسي او په دې برخه کې یې ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ په ۱۳۸۹ کال کې د ۱۷۰۰ ګڼه حکم او د ۱۳۸۰ لمریر کال د ۶۴۰ ګڼه حکم له مخې، د وحشي حیواناتو او الوتونکیو ښکار او د درملنې وړ نباتاتو قاچاق منع شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام