
د عامې روغتیا وزارت چارواکو په نشهیي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې لهپاره د یو مرکز په پرانست غونډه کې وویل، چې ۳ میلیونه افغانان په نشو روږي دي، چې له دې ډلې ۱۰۰ زره هغه یې ماشومان او له ۶۵۰ زرو تر ۸۰۰ زرو پورې مېرمنې دي.
د ماشومانو او مېرمنو د درملنې لهپاره دغه جوړ شوی مرکز ۱۵۰ بستره لري.

غونډې ته د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، چې د نشهيي توکو په وړاندې باید په سمهییزه او نړیواله کچه مبارزه وشي.
فیروز وویل، ترهغې چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د کښت مخه و نه نیول شي، ناشونې ده، چې په نشهیي توکو د روږدو کسانو مخه ونیول شي.
په دې مرکز کې دوو مېرمنو د خپل ژوند او دا چې څه ډول په نشهیي توکو روږدي شوي په داسې حال کې خپله کیسه کوله، چې له سترګو یې اوښکې روانې وې.
.jpg)
دوی وویل، چې له کورنیو شړل شوي دي او د باندې په سړه هوا کې د پلونو لاندې ژوند کولو.
دغو مېرمنو وویل، چې مېړونو په زور د نشهیي توکو څکلو ته اړکړي او بیا یې له ماشومانو سره له کورونو وېستلي دي.
.jpg)
دوی کیسه کوي، چې د پلارګنۍ له خوا دې مرکز ته د درملنې لهپار راوستل شوي دي.
په غونډه کې د نشهیي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، نړیوال دې نشهیي توکو د ختمولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او په دې برخه کې دې له افغانستان سره عملاً کار وکړي.





