هرات کې د سېروم د توليد لومړنۍ فابریکه پرانيستل شوه

د هرات ولایت سيمه‌ييز چارواکي وايي، د دغې فابریکې په پرانيستو سره به د هېواد د روغتونونو او کلینیکونو د اړتیاوو لویه برخه پوره شي.

د سیروم جوړولو د لومړنۍ فابریکې مسوول محمد رضا عالمي لعلي وايي، دغه فابریکه په څه باندې یو میلیون ډالرو جوړه شوې ده.

د لعلي په وینا، دغه فابریکه کې اته ډوله سېرومونه تولیدېږي.

په همدې حال کې د هرات د عامې روغتیا رییس  عبدالحکیم تمنا د دغې فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې وویل، دغې فابریکه کې کيفيت لپاره دوه ځلې سيرومونه توليد شول چې بريالي وو.

د تمنا په وینا، اوس مهال د هېواد د اړتیا وړ سېرومونه له بهرنیو هېوادونو تامينېږي چې هرات کې د سېروم جوړولو لومړنۍ فابریکې په پرانیستو سره به د ډېرو روغتونو ستونزې حل شي.

نوموړي له ټولو دولتي او خصوصي کلینیکونو وغوښتل چې د کورنیو فابریکو پرمختګ لپاره دې د دغې فابریکې له تولیداتو ګټه واخلي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم د دغې فابریکې له پرانیستو هرکلی وکړ او ويې ویل، حکومت او ځايي اداره له کورنیو فابریکو ملاتړ کوي.

د رحيمي په وینا، له کورنیو تولیداتو نه د ملاتړ لپاره به د ورته تولیداتو په وارداتو ګمرکي تعرفې لوړې شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام