د «مېک» راپور: په کورنیو چارو وزارت کې فساد

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نظارت او ارزونې ګډې خپلواکې کمېټې یا مېک د «په کورنیو چارو وزارت کې د اداري فساد د زیانونو د ارزونې» په نوم نن خپل تازه راپور خپور کړ.

د مېک کمېټې مشر باري سلام وویل، د دې څېړنې موخه په کورنیو چارو وزارت کې د تدارکاتو، لوژستیک او د بشري سرچینو د مدیریت په برخه کې د اداري فساد د زیانونو معلومول دي.

د مېک مشر وویل، دا څېړنه ښيي چې د تدارکاتو په برخه کې اوس هم بشپړ معیاري پلان نه‌شته. هوکړه‌لیکونه په سمه توګه نه مدیریتېږي او د چارواکیو له لوري د داوطلبيو د جزیاتو د ترلاسه کولو له‌پاره فشارونه موجود دي.

ښاغلی سلام د کورنیو چارو وزارت د لوژستیکي جوړښت پېچلتیا د دې وزارت لویه ستونزه په ګوته کړه چې د ناوړه ګټنې موکې برابروي.« د لوژستیک په برخه کې له موټرونو او عراده‌جاتو ناوړه ګټنه هم شته، د پارلمان وکیلان، سیاسي څېرې او د پولیسو پخواني افسران د کورنیو چارو وزارت له امکاناتو ګټه اخلي. د بېلګې په توګه، پخوانی وزیر صاحب له غیر اړونده کسانو سره د ۷۰ موټرو موجودیت یادونه کړې وه؛ خو د لوژیستیک ریاست موږ ته یوازې د ۳۶ تنو فهرست را کړ.»

ښاغلی سلام وایي، د دوی څېړنې ښیي چې د کورنیو چارو وزارت بشري سرچینو کی هم ستونزې شته. په وینا یې، ځېنې قوماندانان او چارواکي د پولیسو او د کورنیو چارو وزارت د کارکوونکیو ګومارنه کې مداخله کوي او ګومارنې په رقابتي توګه مخ ته نه ځي.

د اداري فساد پر وړاندې د نظارت او ارزونې کمېټې غړی اجمل شاکر وایي چې ټولو داوطلبانو او شرکتونو ته یو شان معلومات چمتو کول، د کلنۍ ارزونې مکانیزم جوړل او د چارواکیو د ترفیعاتو په اړه د دې کمیټې له‌خوا د کورنیو چارو وزارت ته وړاندیزونه وشول.

د کورنیو چارو وزارت کې د پرلیکه سیستم رامنځته کول د موجوده جنسونو له فهرست سره د منظم سیستم رامنځته کول او د کورنیو چارو وزارت په ټولو موټرو کې د جي پي اېس نصبول؛ وزارت ته د مېک له نورو وړاندیزونو دي.

ورته مطالب:

په کورنیو چارو وزارت کې تازه بدلونونه

کورنیوچارو وزارت څه باندې ۷ ملیارده افغانۍ پوروړی دی

د اداري فساد له اړخه د کانونو وزارت زیان‌مننې په اړه اندېښنې

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام