کډوالو وزارت: د پنااخیستلو د کچې د کمولو له پاره خلکو ته عامه پوهاوی ورکوو

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې اروپايي هېوادونو ته د افغانانو د ورتګ د کچې د کمولو، د پنااخیستلو د زیان او د ګواښونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.

د دې وزارت د پوهاوي ورکولو پروګرام نن (شنبه، د حمل په ۱۴مه) د لومړي ځل له پاره د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو په ریاست کې پيل شو.

په تېر ۹۴ کال کې افغانستان د نړۍ په کچه اروپا ته د ورتلوونکو ګډوالو د شمېر له مخې له سوریې وروسته دویم هېواد و.

د کډوالو چارزو وزارت د شمېرو له مخې په تېرکال کې ۲۵۰ زره افغان کډوالو په اروپا کې د پنااخیستلو غوښتنه کړې وه.

د بلخ ولایت د کډوالو چارو ریاست رییس عبدالصبور قادري وايي، چې په دې ولایت کې د جرمني هېواد کنسولګرۍ د شمېرو له مخې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان د افغانستان له شمالي ولایتونو اروپا ته تللي دي.

د کډوالو وزارت د څېړنو او مطالعاتو برخې رییس علی رضا موحدي نن په بلخ کې وویل، دغه وزارت د پنااخیستلو د کچې را کمولو له پاره د کارموندنې پروګرامونه پیل کړي دي.

موحدي زیاته کړه، چې ناامني او وزګارتیا له هېواده د تللو او پنااخیستلو تر ټولو ستر لاملونه دي.

ده وویل، ټول هغه افغانان چې اروپا ته ورغلي او د پنااخیستلو له پاره یې غوښتنې کړي دي، دغه شمېر کسان ټول له افغانستانه نه دي تللي، بلکې ځېنې یې له پاکستان، ایران او حتا له روسیې هېواده ورغلي دي.

اروپايي هېوادونو د کډوالو د مخنیوي له پاره په دې وروستیو کې خپل قوانیو په ځانګړي ډول د افغان کډوالو له پاره سخت کړي دي.

خو د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، چې دوی له اروپا نه په زور د افغان کډوالو د ایستلو غوښتوونکي نه دي او هیڅ لویځ هېواد نه شي کولای، چې د کډوالو او افغان حکومت له غوښتنې پرته دوی افغانستان ته په زور ورستانه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام