
د کابل په لوړو غرونو او غونډيو لکه کارتې سخي، چهل ستون او باغ بالا کې میشت ښاریان د څښلو اوبو له کمښته شکایت کوي او وایي، چې د سیمې د زیاترو اوسیدونکو کورونو ته نلونه غځیدلي، خو د دغو کورونو اوبه چې د غیر دولتي شرکتونو له خوا تامینیږي، تروشې دي او د څښلو وړ نه دي.
سره له دې، چې دولت په ټیټو کوڅو کې د څښلو اوبو نلونه تیر کړي، خو د سیمې اوسیدونکي وایي، چې هره ورځ په ساعتونو د اوبو خیژولو له پاره انتظار باسي.
د کارتې سخي او چهل ستون دوه تنه اوسیدونکي محمد حامد او محمد امین وایي، چې دوی هر سهار اوبو ته د انتظار له امله په خپلو رسمي دندو کې ناوخته ورځي، ځکه پر وینا يې په ورځ کې یوازې دوه نیم ساعته وخت لري، چې اوبه خپلو کورونو ته یوسي.
دوی وايي، چې د غرونو اوبه صحي نه دي او له څښلو وروسته بېلابېل ناروغۍ پېدا کوي.

د افغانستان د کانالیزاسیون او اوبو رسونې عمومي رییس حمیدالله یلاني وایي، چې د پلازمینې د غرو لمنې د کابل ښار د ښکلا له پاره وې؛ خو خلکو پرته له کومې برنامې په دغو ځایونو کې کورونه جوړ کړي دي.
یلاني زیاتوي، د دې له پاره چې دا سیمې د ښار برنامه جوړونه کې نه راځي، نه شي کولی چې په دې سیمه کې د اوبو رسونې شبکې جوړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، په هغه ځای کې چې شبکه نه وي ۲۴ ساعتونو کې اوبه نه وي او دوی مجبور دي، چې په نوبتي توګه خلکو ته اوبه ورسوي.
ییلاني وایي، هغه تروشې اوبه چې خلک د غرو په لمنو کې په هر متر مکعب کې چې په ۵۰ تر ۷۵ افغانیو اخلي دولتي اوبه نه دي او د خصوصي شرکتونو له خوا خلکو ته رسول کیږي.
د افغانستان د کانالیزاسیون او اوبو رسونې ریاست پر وینا، سره له دې هغه خلک چې د غرو په لمنو کې اوسیږې ستونزمن دي چې هغوې ته اوبه ورسول شي، خو دغه ریاست هڅه کوي، چې د یو مناسب اوبو رسونې طرحې له مخې د غرو لمنو ته د څښاک اوبه ورسوي.





