د غور مستوفیت ماموران د عوایدو یوه برخه خپلو جېبونو ته اچوي

 

د غور ځېنې اوسېدونکي او هټيوال سلام‌وطندار ته وايي، د دغه ولایت د مستوفیت ادارې کارکوونکي د مالیې راټولولو په پلمه له هر ماشین، هټي او د هغوی له ملکیتونو څخه له زرو تر ۵زرو پورې افغانۍ اخلي.

دوی وايي، دغه پیسې ورڅخه له کوم رسمي سنده پرته اخېستل کېږي او دوی هم نه پوهېږي چې دغه پیسې د حکومت عوایدو کې اضافه کېږي او که د همدې مامورانو شخصي جېبونو ته ځي.

د غور اوسېدونکي په ټینګار سره وايي، که له‌دې وروسته د دې کار مخنیوی ونه‌شي؛ مالیه به ونه‌کړي.

دوی د مالیې ټولو د سېستم د روڼتیا غوښتنه کوي.

د غور هټیوال هم د دغه ولایت مستوفیت ادارې له لوري د مالیو راټولولو بهیر په اړه ااندېښنه څرګندوي او له حکومته د مالیې ټولولو سیستم د بانکي کېدو غوښتونکي دي.

خو د غور مستوفي محمد طاهر مومند د اوسېدونکیو او هټيوالو ادعاوې نه مني او وايي، د دوی هېڅ کارکوونکي له قانوني اسنادو پرته مالیه نه‌ده ټوله کړې او دوی د قانون له‌مخې کار کوي.

د ده په خبره، ساحو ته لېږل کېدونکي ماموران ځان سره اوېز لري چې د همدا ماموران مالیه ورکوونکیو ته یو رسید ورکوي او یو رسید مستوفیت ته راوړي چې همدې سند کې د لېږل شوي پلاوي او د ده خپل لاسلیک شته. دی زیاتوي که هر څوک ادعا کوي او قانوني اسناد لري؛ دی یې تعقیبوي او مکاري ورسره کوي.

له‌دې سره د غور یو شمېر اوسېدونکي او هټیوال وايي، د مالیه راټولولو په نوم د پیسو حیف‌ومیل له تېرو دوو کلونو راهیسې دوام لري او تراوسه پورې د دوی شکایتونو ته پام نه‌دی شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام