.jpg)
د تخار ولایت په کلفکان ولسوالي کې یوه قومي مشر سلاموطندار ته ویلي، په مشرانو جرګه کې د دغه ولایت د استازي عبدالوهاب عرفان او یوه جهادي قوماندان او جنبش ګوند غړي خیرمحمد تیمور ترمنځ نښته کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په وینا، یاده نښته نن له غرمې مخکې د کلفکان ولسوالي په قروقسای سیمه کې شوې چې له کبله یې ټول وژل شوي د عرفان کسان دي.
سرچینه وايي چې په وژل شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خیرمحمد تیمور بیا په یاده پېښه کې لاس لرل ردوي او وايي، اوس په یاده ولسوالي کې نه دی او نه هم وسلهوال لري.
د مشرانو جرګې د غړي عبدالوهاب عرفان د نظر په اخیستو ونه توانېدو.
خو د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي چې په نښته کې د دواړو لوریو ۹ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.





