طالبانو د تخار په څو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو فعالیت بند کړی

د تخار د کوکچې سیند پر غاړه د پرتو ولسوالیو اوسېدونکي د شپې له خوا د طالبانو له لوري د مخابراتي شبکو د فعالیتونو بندېدو په اړه شکایت کوي.

د دوی په وینا، دغه کار لامل شوی چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د کوکچې سیند پر غاړه د پرتو ولسوالیو یو شمېر زده‌کړیالان سلام‌وطندار ته په لېږلیو پیغامونو کې وايي، له یوې خوا د پوهنتونونو درسونه په انلاین ډول شوي او بله‌خوا د مخابراتي شبکو بندېدو او د انټرنېټ کمزورۍ یې د زده‌کړو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.

د تخار د پوهنتون زده‌کړیالان عمار فارس او امرالدین وايي، د لوړو زده‌کړو وزارت باید د د درسونو له انلاین کولو مخکې د برښنا او انټرنېټ ستونزه حل کړې وای؛ ځکه په وینا یې، د اوسني وضعیت په دوام به دوی له زده‌کړو بې‌برخې او ان خلک به د کورونا ویروس د تشخیص مخنیوي لپاره په اسانۍ خدمتونو ته لاسرسی ونه مومي.

د تخار د مخابراتو رییس عبدالفغور تلاش د کوکچې سیند پر غاړه پرتو ولسوالیو کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو د فعالیت بندېدل تاییدوي او وايي، طالبانو مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې که خپل فعالیتونه بند نه کړي، پر وړاندې به یې لاس په‌کار شي.

خو طالب ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي، که د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د شپې له‌خوا نظامي الوتکې خپلې الوتنې کمې کړي، د مخابراتي شبکو فعالیتونه به له سره پیل شي.

د تخار د کوکچې سیند پر غاړه پرتو ولسوالیو کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو فعالیت د تاوتریخوالي د کمښت له اوونۍ نه وړاندې هم بند و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام