هغه باغچه چې د جګړو د ۱۲۰ قرباني شویو ماشومانو له وينو خړوبېږي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نن کابل کې د جګړو پرمهال د ۱۲۰ وژل شويو ماشومانو په یاد ۱۲۰ نیالګي کېنول.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري وايي، هېواد کې د جګړې دوام تر ټولو زیات له ملکي وګړيو قرباني اخیستې ده.

د نوموړي په وینا، ۱۳۹۸ کال کې ۲زره او ۷۳۸ ماشومان هېواد کې د وسله‌والو نښتو قرباني شوي چې له دې ډلې یې ۴۶۰ وژل شوي او ۲زره او ۲۷۸ نور ټپیان دي.

نوموړي د «جګړه کې د قرباني شويو ماشومانو باغچې» پرانیستو مراسمو کې وویل، افغانستان د ماشومانو لپاره یو له ټر ټولو زیان لیدونکيو هېوادونو دی.

نظري زیاتوي، افغانستان کې د ماشومانو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د جګړې ښکېلې خواووې نښتو کې د ماشومانو حقوق نه رعایت کوي.

عبدالصبور د جګړې یو له قربانیانو دی او خپل دوه زامن یې یوې بمي چاودنه کې له لاسه ورکړي.

هغه هېواد کې د تاوتریخوالي کمولو او د جګړې د پای ته رسولو غوښتونکی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د مالوماتو له مخې، دې وروستیو لسو کلونو کې له ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۶ زره او ۸۲۳ ملکي وګړي د ځانمرګو بریدونو، راکټي ډزو، هوايي عملیاتو او د سړک غاړې ماین چاودنو کې قرباني شوي دي.

د راپورنو پر بنسټ یوازې ۲۰۱۹ میلادي کال کې ۱۰ زره او ۷۷۲ ملکي وګړيو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام