«شاه‌محمود میاخېل د داعش پروژه مخکې وړي»

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر په دغه ولایت کې وروستیو ناامنیو ته په کتو ادعا کوي چې د ولایت والي شاهمحمود میاخېل د داعش پروژې د پر مخ بېولو لهپاره ګومارل شوی او پر وینا یې، هغه نه غواړي چې ننګرهار کې امنیت راشي.

دی وايي، کله چې والي میاخېل دوی سره مخامخ مناظرې ته حاضر شي؛ نو په دې اړه به بشپړ جزیات او اسناد رسنیو ته ورکړي. دی د داعش پروژه په شېرزاد او خوږیاڼو کې پلي کېدونکې بولي.

د والي میاخېل، د ولایتي شورا د رییس احمدعلي او د شورا غړي اجمل عمر ترمنځ پر یو بل د تورونو لګولو وروسته له هغې زور اخستی چې دوې ورځې مخکې ولایتي شورا دغو دواړو وکیلانو د ننګرهار وروستیو ناامنیو ته په کتو خبري ناسته کې والي میاخېل د یاد ولایت د امنیتي حالت په کابو کولو کې ناکام یاد کړ.

ورسره هممهاله ښاغلي میاخېل پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ولیکل چې د شورا رییس احمدعلي او غړی اجمل عمر په پراخ فساد کې لاس لري او پهدې ډول غواړي چې په والي فشار وارد کړي.

د ننګرهار والي لیکلي، د ولايتي شورا رییس احمدعلي حضرت خپل ټول وخت په بهرنیو ملکونو کې تېروي او آن د ولسي خیرښېګڼو هېڅ ډول پروګرام کې برخه نهاخلي. هغه پر احمدعلي تور پورې کړی چې د شینوارو ترمنځ نفاق ته لمن وهي او حکومت هم تخریبوي.

دی د ولایتي شورا پر غړي اجمل عمر هم تور پورې کوي چې د شېرزادو د شوکاڼي په کانونو کې فساد کوي. والي ویلي، اجمل عمر غوښتل چې  شېرزادو کې د حکومت له لوري د محلي اردو جوړولو واګې خپل لاس کې واخلي او پهدې توګه د شوکاڼي کانونو کې په ډاډه زړه فساد وکړي؛ خو ده یې مخه نیولې، نو ځکه خو د ولایتي ادارې پر ضد کنفرانسونه ورکوي.

د والي له لوري د دغو تورونو وروسته د ولایتي شورا رییس احمدعلي او اجمل عمر والي ته د یوې مناظرې چیلنج ورکړل شوی؛ خو برعکس والي له یادو کسانو سره مناظره د وخت ضایع ګڼلې او ویلي یې دی چې تور او سپین عدلي او قضايي ارګانونه معلوموی.

لهدې سره هممهاله د ښاغلي میاخېل د فساد اړوند څرګندونو او په ښکاره د نومونو افشا کولو په تړاو په ولسي کچه او خواله رسنیو کې مثبت غبرګونونه راپاروېدلي او دا کار یې د والي جسارت یاد کړیدی.

د شېرزادو ولسوالۍ قومي مشر او د شوکاڼي اتحادیې غړی حاجي دلاور جرنیلزاده وايي، د والي دې کار د کلونو هغه سکوت مات کړی چې خلکو یې انتظار کولو.

د شوکاڼي اتحادیې دا غړی هم پر ښاغلي اجمل عمر تور پورې کوي چې د ننګرهار د مخکنیو والیانو سلیم کندوزي او ګلاب منګل پر مهال یې د شوکاڼي په کانونو کې پراخ فساد کولو.

د ده په خبره، د سلیم کندوزي او ګلاب منګل پر وخت د اجمل عمر له‌پاره په څلوېښتو ورځو کې ۱۲زره لارۍ بېګمرکه ایستل شوې‌دي چې له هر موټره به ۲۰۰ زره کلدارې اخېستل کېدلې چې ۱۰۰ زره به ولایت اخېستلې او ۱۰۰ زره به د اجمل عمر او د هغه د ملګرو په برخه رسېدلې.

خواله رسنیو کې د والي میاخېل په ملاتړ پراخ پوسټونه شوي او غوښتنه ترې شوې، چې هغه نور نومونه او کړۍ دې هم افشا کړي چې د ننګرهار په ناامنۍ او اقتصادي باجګیرۍ کې لاس لري؛ خو وبه لیدل شي چې ښاغلی میاخېل د نومونو د افشا کولو دغې لړۍ ته دوام ورکوي او که په همدې بسنه کوي.

بله‌خوا د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی دا تورونه بې‌بنسټه بولي او وايي، والي همدا اوس د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د داعش پر ضد د عملیاتو لارښوونه کوي.

د نوموړي په وینا، د والي په ګډون د دغه ولایت سیمه‌ییزه اداره نه غواړي په هر ډول څرګندونو خپل وخت ضایع کړي او د تل په څېر به د ننګرهار د ابادۍ لپاره خپل پروګرامونه پلي کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام