بلخ کې له خال‌ وهلو سره د ځوانانو مینه

که څه هم په افغانستان کې خال‌ وهل کومه نوې خبره نه‌ده او خلکو، په ځانګړې توګه بندیانو او کلیوالو به پخوا هم د بدن په ځینو برخو خالونه وهل، خو اوس په پرمختللو ټولنو کې دود شوي؛ د ځوانانو خوښېږي او د وجود په بېلابېلو برخو یې وهي.

د مزار شریف یوې اوسېدونکې نجمې له سینمايي او سپورټي لوبغاړو نه په تقلید پر خپل لاس داسې شاپرک خالکوبي کړی چې الوزي. نجمه وايي، شاپرک د ازادۍ نښه ده او په‌دې سره غواړم خلکو ته وښیم چې ښځې هم د نارینه‌وو په څېر ازاد ژوند او کار کولی شي. د نوموړې په وینا، خال‌ وهل اوس په یوه سټایل بدل شوي او همدا لامل دی چې ډېری ځوانان یې پر خپل وجود وهي.

خو یو بل ځوان سید مهدي چې پر لاس یې د زړه ټکان نښه خالکوبي کړې وايي، د زړه ټکان، د مینې او وفا نښه ده او غواړي وښيي چې د یو چا مینه‌وال او وفادار دی.

که څه هم خال وهل؛ د افغانستان په څېر سنتي ټولنه کې ګڼ مخالفان لري، خو یوشمېر هلکانو او نجونو له دې سره سره د خلکو خبرې زغملي او پر خپل وجود یې خالونه وهلي دي.

د مزار شریف د ښار په څنډو کې یو سینګارتون دی چې وېښتانو جوړولو ترڅنګ، پر هلکانو او نجونو خالونه هم وهي چې د مسوولانو په وینا یې، تراوسه یې سلګونو ځوانانو ته خالونه وهلي دي.

د دغه سینګارتون مسوول مرتضی محمدي وايي، څو کاله وړاندې د خال وهلو مینه‌وال کم وو، خو په‌دې وروستیو کې ډېر شوي او داسې ورځ نه‌شته چې د خال وهلو مشتري دې دوکان ته ور نه‌شي.

محمدي وايي، خال‌ وهل یې په اېران کې زده‌ کړي او اوس د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره په‌کې ماهر شوی دی. د ده په وینا، ډېری ځوانان ساده او نازکه خالکوبي خوښوي او دوی اړ دي چې وسایل ورته له بهره راوړي او او همدا لامل دی چې د خال‌ وهلو بیه هم لوړه ده.

که څه هم مرتضی محمدي وایي چې تر اوسه یې چا مخالفت نه‌دی کړی، خو خال وهل ګڼ‌شمېر مخالفان هم لري.

د مزار ښار اوسېدونکی ډاکټر سیف‌الدین وايي، خال‌ وهل د افغاني ټولنې د فرهنګ او ارزښتونو خلاف کار دی چې د بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړې توګه د سرطان ناروغي لامل هم کېږي. نوموړی زیاتوي، هغوی چې پر وجود یې خالونه وهلي وي، له وینې یې ګټه نه اخیستل کېږي؛ ځکه په وینا یې کېدای شي ناروغي یې نورو ته ولېږدول شي.

اوس‌مهال خال‌وهونکي له یادو اندېښنو او مخالفتونو سره سره هڅه کوي چې په‌دغې برخې کې خپل خدمتونه ډېر او کاروبار پراخه او دود کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام