پکتيکاوالو د اعتراض په ډول د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته خېمه درولې

پرون د دې ولايت د ناامنو سيمو اوسېدونکیو د پکتیکا په مرکز ښرنه کې تر لاريون وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخې ته د اعتراض په ډول خېمه ودروله او د يادې ادارې دروازه یې بنده کړه.

د دوی په خبره ترڅو چې په لسو ولسواليو کې د نوم‌ليکنې ۷۷ مرکزونه نه وي پرانيستل شوي؛ نورو سيمو ته هم اجازه نه‌ورکوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مواد انتقال کړي.

دوو تنو قومي مشران مومن کمالوال او چنارګل صديقي وايي، تر هغه وخته به د ټاکنو کمېسیون دفتر تړلی وي چې د خپلو ولسوالیو حقوق یې نه وي ترلاسه کړي.

دوی وايي د ټاکنو کمېسیون حق نه‌لري چې د ۳سوو زرو کسانو حق ورنه‌کړي.

د پکتيکا والي الياس وحدت رسنيو ته وويل، چې د اعتراض‌کوونکیو ستونزې یې په کابل کې له اړوندو ارګانونو سره شریکي کړي او ډېر ژر به ورته حل‌لاره ومومي.

د پکتیکا والي الیاس وحدت

ښاغلی وحدت وايي، دې ولسوالیو ته د امنيتي ستونزو له امله ټاکنیز توکي نه‌شي رسېدلی.

د پکتیکا والي زیاتوي، لاریونوالو ورسره منلې چې د ټاکنو کمېسیون د مامورانو په کار کې به خنډ نه پېښوي.

د پکتيکا د ټاکنو کمېسیون سرپرست ریيس له سلام وطندار سره خبرو کې وويل، نن یې له خلکو سره په‌دې پرېکړه وشوه چې اوس یې د نوم‌ليکنې له‌پاره ۱۲ مرکزونه خلاص کړي او د نورو په اړه يې هم له امنيتي ارګانونو سره خبرې روانې کړې‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام