
علي رضا هغه زلمی دی، چې د نشه یي توکو کارول یې پرېیښي او د انځورونو په کاږلو سره د زهرا له پاره د عدالت غوښتنه کوي.
دی وايي، په هېواد کې د مېرمنو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب له پاره یې د انځورګرۍ هنر ته مخه کړې ده.
علي رضا درې کاله پخوا له ایران څخه هېواد ته راستون شو او نشه يي و.
په هېواد کې دننه د ډاکټرانو له خوا یې درمنله وشوه او بیا یې د انځورګرۍ هنر ته مخه کړه.
دغه انځورګر نن (پنچ شنبه) د زهرا سره د عدالت په موخه د عدالت غوښتنې په خېمه کې د دې مېرمنې د انځورونو ټولګه نندارې ته اېښودلې وه.
نوموړی د خپل دغه کار په اړه وايي، چې له دې مخکې به مې د خپل کورنۍ د لګښت له پاره انځور کړي کوله او خوس یې د ماشومانو، مېرمنو او د فرهنګي حالت د سمون له پاره دغه کار کوي.

په ورته وخت کې مدني فعالې ویدا ساغر سلام وطندار ته وویل، چې د حکومت مشران یوازې دوه ورځې وخت لري، چې د زهرا قاتلین کابل ته راوړي او په محاکمه کې د رسنیو په حضور کې سزا ورته واوروي.
ویدا وايي، که حکومت یې غوښتنو ته پام ونه کړي، نو پراخ لاریونونه به وکړي.
مېرمن ساغر وايي، د مېرمنو له حقونونو په دفاع کوونکو بنسټونو کې مالي او اداري فساد د دې لامل شوی، چې دغه بنسټونه د ښځو حقونو د خوندیتوب له پاره هېڅ محسوس کار ونه کړي.
د زهرا پلار محمد عظم له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې دی او کورنی یې په ډاډه ډول تګ را تګ نه شي کولی.
دی وايي، باید د لور د قاتلین یې کابل ته راوړل شي او دلته محاکمه شي.
د زهرا له مرګه لس ورځې کېږي، خو کورنۍ یې لا هم د زهرا سوځول شوی جسد د کابل ښار د یو روغتون په یخچال کې ساتلی دی.
دا به وروسته معلومه شي، چې حکومت د زهرا کورنۍ غوښتنې ته ځواب وايي او کنه؟





