
جوزجان کې له ښوونکیو د طالبانو باجاخېستلو خلک اندېښمن کړيدي.
د جوزجان ولایتي شورا غړي شېرمحمدنور سلاموطندار ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د فیضاباد ولسوالۍ اړوند د ۸ کلیو تر نیولو وروسته د دې ولسوالۍ ښوونکي اړ کړي چې له ۲ تر ۵ زرو افغانیو نغدي جریمې ورکړي.
په همدې حال کې فیضاباد ولسوالۍ کې د ښوونکیو ځېنو خپلوانو سلاموطندار ته ویلي چې طالبانو د ښوونکیو د نغدي جریمې ترڅنګ، د دې ولسوالۍ له اوسېدونکیو غوښتي چې د اوسېدلو ځای او خواړه هم ورته چمتو کړي.

د فیضاباد ولسوالۍ د ښوونکیو د کورنیو غړیو قیمتخال او زرغونه وايي، له کوره راوتلی نهشي او طالبانو خبرداری ورکړی، که سم خواړه ورته تیار نهکړي، وبه یې وژني.
د جوزجان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشې هم مني چې وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په فیضاباد ولسوالۍ کې په زوره له خلکو پیسې ټولوي.
خو د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد که څه هم له ښوونکیو د نغدي جریمې ټولولو موضوع ردوي؛ خو بیا هم ژمنه کوي چې دا مسله به څېړي.





