
د روغتیا نړیواله اداره د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په هوايي ډګرونو کې د مسافرو چاڼ او معاینې لپاره چمتووالي لږ بولي.
د نړۍ ګوټ ګوټ ته د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته، د نورو هېوادونو په پله د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم د هېواد په هوايي ډګرونو او بندرونو کې له چینه راستنو شویو مسافرو د معاینې او چاڼ کار پيل کړ.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازي محمد داوود الطاف نن په کابل کې د عامې روغتیا له وزیر سره ګډې خبري غونډه کې وویل چې تېرو تجربو ته په کتو، یوازې په هوايي ډګرونو کې د مسافرو معاینه او سکریننګ نه شي کولای د کرونا ویروس خپرېدو مخه ونیسي.
په ورته حال کې، د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز وايي، د عامې روغتیا وزارت د احتمالي محاسبې له مخې که چېرې کرونا ویرس افغانستان ته داخل شي، ښايي په شپږو میاشتو کې ۳ زره کسان پرې اخته شي او همدغو احتمالي شمېرو ته په کتو، د عامې روغتیا وزارت خپل چمتوالی نیولی دی.
د عامې روغتیا وزیر په چین کې د مېشتو افغان زدهکوونکيو په اړه هم وویل چې افغان دولت هېواد ته د دغو زده کوونکيو د لېږدونې لپاره الوتکه او روغتیايي ټیم چمتو کړی.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان ته رالېږدول کېدونکي کسان به تر ۱۴ ورځو پورې په قرنطین کې وي.
کرونا ویروس د چین په ووهان ایالت کې پیدا شوی او تېرو دوو اوونیو راهیسې یې د نړۍ ۲۱ هېوادونو ته لاره کړې. د دغه ویروس له خپرېدو د مخنیوي یوازينۍ لاره پر وخت تشخیص او په قرنطین کې د ناروغ کس درملنه ده.
اړوند مطالب:





